د لاس رسي وړ اتصالات

په نړۍ کې د شګو د زیاتو کارولو په اړه د ملگرو ملتونو خبرداری


د ملگرو ملتونو د چاپریال ساتنې ادارې په نړۍ کې د شگو د زیرمو د بیحده زیات استعمال او د هغې د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

ملگرو ملتونو ویلي چې دا کار د ساحلي سیمو د توږنې، سیلابونو او د اورښت د کمیدو سبب کیږي.

د ملگرو ملتونو د چاپریال ساتنې ادارې ویلي دي چې په تیرو دوو لسیزو کې په نړۍ کې د شگو تقاضا درې چنده زیاته شوې ده.

د نفوس زیاتیدل، چټک ښاري کیدل او د ودانیو د جوړولو زیاتوالی په نړیواله کچه شگې ته د اړتیا اصلي دلیلونه دي.

د ملگرو ملتونو د چاپیریال ساتنې ادارې رپوټ چې د سه شنبې په ورځ (می ٧) خپور شو، له شرکتونو، حکومتونو او د نړۍ له خلکو نه یې غوښتي چې د نړۍ ددغې دوهمې طبیعي مصرفي زیرمې په لگښت کې غور وکړي. له اوبو وروسته شگه د نړۍ دوهمه مصرفي زیرمه ده.

د ملگرو ملتونو د رپوټ له مخې هر کال شاوخوا له ۴۰ نه تر ۵۰ میلیارد ټنو پورې شگه او جعله په نړۍ کې مصرفیږي او دا کار نورو بدیلو ساختماني موادو موندلو ته اړتیا زیاتوي. د مثال په توگه دغې ادارې په ودانیو کې د لرگیو د ټوټو او د لرگیو د اره کولو له بورې نه استفاده په گوته کړې ده.

XS
SM
MD
LG