د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: غزه د ماشومانو لپاره په نړۍ کې تر ټولو خطرناک ځای دی


د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونسیف سه شنبه ډسبمر ۱۹ (لیندۍ۲۸) ویلي چې غزه په نړۍ کې د ماشومانو لپاره تر ټولو خطرناک ځای دی.

ملګرو ملتونو دا څرګندونې داسې مهال کړي چې د غزې په تړانګې کې د حماس ډلې پر ضد د اسرائیل پوځ په بمباریو کې زرګونه ماشومان وژل شوي او ټپي شویدي.

یونسیف همدارنګه ویلي چې په غزې کې زرګونه ماشومان د ساري ناروغیو، د څښاک اوبو، خوړو او دارو درمل نلرو له کبله مري او پداسې روغتونونو او پناځایونو کې ژوند کوي چې د حفظ الصحې وضعیت پکې ډیر خراب دی.

د یونسیف ویاند جیمز ایلډر چې په غزې کې د دوو اوونیو ماموریت څخه وروسته یې په ژنیو کې خبریالانو ته معلومات ورکول وویل چې د روان "بشري وحشت" له کبله یو میلیون ماشومان ځوریږي.

ښاغلي ایلډر لدې کبله "قهریدلی" چې د غزې په ناصر روغتون کې داسې ماشومان وژل شوي چې "په بمباریو کې لاس یا پښې پرې شوي او هره ورځ د ماشومانو بدنونه په چاودنې کې له منځه ځي چې د جګړې له کبله په کوم ځای کې پټ شوي وي".

هغه زیاته کړه، " زه قهریدلی یم چې دومره ډیر ماشومان مې ولیدل چې د خپلو وژل شویو پلرونو، میندو او کورنیو غړیو ویر نشي کولی".

د غزې عامیې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې چې کنټرول یې د حماس په لاس کې دی د اکټوبر اوومې نیټې راهیسې چې د اسرائیل پوځ د حماس برید په ځواب کې بمباري پیل کړې او غزه یې کلابنده کړې، ۱۹۴۰۰ کسان وژل شوي چې ۷۰ په سلو کې میرمنې او ماشومان و.

د ملګرو ملتونو دې چارواکي همدارنګه وویل چې په تیرو ۴۸ ساعتونو کې د الناصر روغتون چې د غزې په جنوب کې د خان یونس په ښار کې پروت دی، ۲ ځلې پرې د توغندیو بریدونه وشول.

پدې روغتون کې په جګړې کې د ټپي شویو ماشومانو درملنه کیږي او سلګونو میرمنو او ماشومانو پکې پنا اخیستې تر څو د بمباریو څخه خوندي پاتې شي.

ښاغلي ایلډر وویل چې د ماشومانو او کورنیو لپاره هیڅ خوندی ځای نشته.

هغه زیاته کړه، " دوي په روغتونونو کې خوندي ندي. په سرپناوو کې خوندي ندي او په یقیني توګه په اصطلاح امن سیمو کې هم خوندي ندي".

د ملګرو ملتونو دې چارواکي وویل چې ماشومان پداسې خاره ځمکه کې پراته دي چې هیڅ اوبه، سهولتونه، د یخنۍ او باران څخه بچ کیدو امکانات پکې نشته ؛ روغتیایي خدمات، خواړه او حفظ الصحه هم پکې نشته.

ښاغلي ایلډر دا هم وویل چې اوس مهال په غزې کې په اوسط ډول د هرو ۷۰۰ کسانو لپاره یو تشناب شته دی او داسې ځایونه هم شته چې د کورنیو لپاره هیڅ تشناب نشته او لسګونه زره خلک اړ دي چې د ځمکې پر سر رفع حاجت وکړي.

هغه زیاته کړه، " د اوبو او حفظ الصحې پرته دا په اصطلاح امن سیمې د ناروغیو په سیمو بدلې شوي".

ملګرو ملتونو همدرانګه ویلي چې کورنۍ خپل ټپي شوي او ناروغ ماشومان روغتونونو ته د هوایي بمباریو له ویرې نه بیایي.

په عین حال کې د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبیلو اچ او وایي چې د غزې ۳۶ روغتونونو څخه یوازې اته یې څه نا څه فعال دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ ادارې بیا ویلي چې د دوشنبې په ورځ د الشفا په روغتون یو ځل بیا برید شوی او د ماشومانو په ګډون پنځه تنه پکې وژل شویدي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG