د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د نوامبر ۱۷مه د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان تصویب کړ.
ولسمشر ټرمپ د غزې د سولې د پریکړې په اړه په خپل لومړني غبرګون کې وویل چې دا پریکړه به په ټوله نړۍ کې د پراخې سولې لامل شي.
ډونالډ ټرمپ په خپلې ټولنیزې رسنۍ تروت سوشل کې په یوه خپره شوې اعلامیه کې وویل: "زه ټولۍ نړۍ ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سولې د هغه بورډ د ملاتړ لپاره چې زه یې مشري کوم او د نړۍ تر ټولو ځواکمن او درانه رهبران به پکې وي، د دې فوق العاده رایې ورکولو په خاطر مبارکي وایم. دا اقدام به د ملګرو ملتونو په تاریخ کې د سترو تصویبونو په توګه ثبت شي او په ټوله نړۍ کې به د پراخې سولې لامل شي، او دا واقعا یوه تاریخي شیبه ده! موږ د چین، روسیې، فرانسې، انګلستان، الجزایر، ډنمارک، یونان، ګیانا، سویلي کوریا، پاکستان، پاناما، سیرا لیون، سلووینیا او سومالیا پشمول د ملګرو ملتونو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ټولو غړو څخه مننه کوو. موږ د هغو کسانو هم مننه کوو چې د دې کمیټې غړي نه وو خو له دې اقدام نه یې په کلکه ملاتړ وکړ چې پکې قطر، مصر، متحده عربي امارات، سعودي عربستان، اندونیزیا، ترکیه او اردن شامل دي"
دا پریکړه لیک د ۱۳ موافقو رایو او دوو غیرمستقیمو رایو سره تصویب شو. چین او روسیه، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوه دایمي غړي دي، دې پریکړه لیک ته د رایو ورکولو ډډه وکړه.
روسیې او چین چې د ویټو حق درلود له رایې ورکولو ډډه وکړه او په دې ترتیب یې د دغه پریکړه لیک تصویب ته لار خلاصه کړه.
د دغه پریکړه لیک په اساس سیمې ته د نړیوالو ساتو ځواکونو د استولو اجازه ورکول کېږي.
اسراییل او په غزه کې وسله والې ډلې حماس، چې متحده ایالتونه او اروپايي ټولنه یې یوه ترهګره ډله ګڼي، تیره میاشت د غزې لپاره د ولسمشر ټرمپ د ۲۰ ماده ییز پلان لومړۍ مرحله ومنله، چې په دوه کلنه جګړه کې د یوې انتقالي ادارې د جوړولو او د هغو هېوادونو د ډاډمنولو لپاره چې غزې ته سوله ساتي ځواکونه لیږي د یاد پریکړه لیک تصویب اړین وو.
د دې پریکړه لیک په اساس د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه کولی شي د ولسمشر ټرمپ په مشرۍ د سولې شورا سره یوځای شي.
دا شورا به د غزې لپاره د بیارغونې او اقتصادي ثبات پروګرامونه وڅاري.
پریکړه لیک یو نړیوال ځواک ته هم واک ورکوي چې په غزه کې د بې وسلې کولو پروسه پلي کړي، چې پکې به د وسلو راټولول او د پوځي زیربناوو ویجاړول شامل وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل: "د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نننۍ پریکړه لیک چې د ولسمشر ټرمپ د سولې د ۲۰ ماده یز پلان تاییدوي، د حماس لخوا نه- د فلسطین د خلکو لخوا اداره کیدونکې سوله ایز او سوکاله غزې د جوړولو لپاره یو تاریخي پړاو دی."
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز وویل دا پرېکړه لیک، چې پکې د ولسمشر ټرمپ د ۲۰ ماده یز پلان شامل دی، "د فلسطین د ځان بسیاینې لپاره یوه ممکنه لاره پرانیزي چیرې چې د توغندیو په ځای به د زیتون څانګې وغوړیږي او د سیاسي افق امکان ته لاره هواره کړي."
والتز زیاته کړه "دا ټول به د دې لامل شي چې د غزې تړانګه بالاخره د حماس له ترهګرۍ او تسلط څخه خلاصه شي. دا پریکړه لیک غزې، فلسطینیانو، اسراییلیانو او ټولې سیمې ته د تلپاتې سولې د رامنځته کولو په لوري د نسلونو لپاره لومړی ریښتینی ګام دی. او زه غواړم روښانه کړم چې متحدو ایالتونو، ولسمشر ټرمپ، د بهرنیو چارو وزیر روبیو، زما ښه ملګري جیریډ کوشنر، زموږ ځانګړي استازي، ویټکاف، موږ ټولو څرګنده کړې چې د دې پریکړه لیک پر ضدر رایه به جګړې ته د بیرته راستنیدو لپاره رایه وي"
د فلسطین ادارې هم د پرېکړې هرکلی وکړ او ویې ویل چې په دې پلان کې د ګډون لپاره چمتو دی.
د دې پرېکړه لیک په اړه په اسراییل کې هم بیلابیل غبرګونونه شوي، ځکه چې اسراییل باور لري دا پرېکړه لیک د خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو لپاره لاره هواروي، هغه مسئله چې په اسراییل کې ښي اړخې ډلې او د دغه هیواد صدراعظم یې مخالفت کوي.
فورم \ دبحث خونه