د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو د خیریه مؤسسو لومړني نړیوال کنفرانس


د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو د خیریه مؤسسو په لومړني نړیوال کنفرانس کې د ترکیې د استانبول په ښار کې راټولیږي خو د خلکو سره دا اندیښنه موجوده چې دا غونډه به یوازې د عکسونو د اخیستلو لپاره یو فرصت وي او د بدلون د راتګ سبب به نشي.

د ملگرو ملتونو عمومی منشي بان کې مون د غونډي په هکله وویل، چې دا به تاریخ د جوړولو یو فرصت وي.

اوس مهال په ټوله نړی کې د ١٠٠ میلیونه څخه زیات مهاجرین دی او دا هغه کچه ده چې د دوهمي نړیوالي جگړی وروسته نه وه لیدل شوي. عمومي منشي وویل، دا غونډه ددی مقصد دپاره رابلل شوي چې نړی خپله رویه او ذهنیت بدل کړي.

هغه وویل "موږ په ډاگه کړی چې موږ یو گډ مسولیت لرو او یو بشر یو. راځي هم دا اوس د خپلو ځانونو سره دا هوډ وکړو چې نه یواځي خلگ ژوندی وساتو بلکه هغوي ته دا موقع ورکړو چې په عزت ژوند وکړی."

د ملگرو ملتونو عمومي منشي په هېوادونو غږ کوي، چې د دغو مهاجرینو ادارو ته نوري پیسي هم ورکړی او د مهاجرینو بار نور هم په مساوي توگه وویشي.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان چې د دې غونډې کوربه توب کوي، د ټولو هیوادونو نه وغوښتل چې د مهاجرینو په برخې کې دې خپل مسؤلیتونه ادا کړي. ترکېې ویلې دی چې دوی په مهاجرینو د ١٠ ملیاردو ډالرو څخه زیات پیسي مصرف کړي خو نړیوالې ټولنې بیا یوازې ۴٥٥ ملینونه امریکا ډالر مصرف کړیدي.

د دغه دوه ورځني کنفرانس د پیل کیدو نه وړاندې ځینې جنجالونه پیدا شوي و چې غونډه یې هم بې خونده کړې وه.

د بي سرحده ډاکټرانو ټولنه چې مرکز یې په فرانسې کې دی، دغه کانفرانس یېد نړيوالو د ناکامۍ لپاره د انځر پاڼه وبلله چې معنیې د خپلو رسوایو د پټول دي.او د اکسفاهم موسسۍ بیا ویلي دي چې پدې کنفرانس کې یوازې خبرې کیږي او د عمل کولو هیڅ هم پکې نشته.

په دغه کانفرنس کې د یو څو هېوادونو مشران چې په اصل کې مرستې ورکولي شيبرخه اخلي.

مبصرین واېې، چې دا د ملگرو ملتونو دپاره بد خبر دی. دغه سازمان هیله لري چې د مهاجرینو د بحران دپاره ددغه سازمان هغي اداري چې مهاجرینو دپاره کار کوي ملیاردونو ډالرو ته اړتیار لری.

د مرستو ترڅنګ د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون په ټولو هېوادونو ټینگار کړی چې د نړیوالو قوانینو درناوي وکړې او عملي کړی، په خاصه کله چې خبره د ښوونځیو او روغتونو د خوندیتوب وي، چې په جنگ ځپلو سیمو کې په وار وار په نښه شوي دی.

د کانسرن ورلډ وایډ په نامه یوې ټولنې پخپل یو تازه راپور کې چې تیره اونۍ یې خپور کړی، ویلي دي چې د سوریې د مهاجرینو لپاره د هغو شپږ میلیارده ډالرو مرستي چې د لندن په کنفرانس کې یې د ورکولو ژمنه شوې وه، د اپریل د میاشتې پورې یې یوازې شپږمه برخه ورکړل شویدي.

څیړونکې واېې چې پکار ده داستنبول په کانفرنس کې یوازې ژمنې نه بلکې عملي اقدام وشي.

XS
SM
MD
LG