د لاس رسي وړ اتصالات

نړۍ کې څه دپاسه ٥٨ میلیونه کسان له خپلو اصلي ټاټوبو بیځایه شوي - ملگري ملتونه


په نړۍ کې څه دپاسه ۴١ میلیونه کسان د جگړې، تاوتریخوالي او د هغوی د بشري حقونو څخه د سرغړونو په وجه او ١٧ میلیونه نور د طبیعي افتونو او د اقلیمي بدلونونو اړوند پیښو له کبله د خپلو اصلي سیمو څخه بیځایه شوي دي.

په افغانستان کې هم د جگړې، ناامنیو او همداشان د وچکالۍ او نورو طبیعي پیښو په دلیل د داخلي بیځایه شويو کسانو شمیر تل مخ په زیاتیدو دی.

د داخلي بیځایه شویو د څار مرکز د شمیرو له مخې یواځې د ٢٠١٩ کال په لومړۍ نیمایي کې ٢١٣ زره کسان د جگړې او ناامنیو او ١٠٦ زره نور کسان د ستونزو او طبیعي پیښو په وجه په افغانستان کې بیځایه شوي دي.

د ملگرو ملتونو سازمان د دغو شمیرو په خپرولو سره ویلي چې یو لوړپوړی اته کسیز هیئت یې په نړۍ کې د داخلي بیځایه شویو او د هغوی لپاره د یوې اوږدمهاله حل لارې د موندلو لپاره ټاکلی دی. ددغه هیئت غړي د نړۍ د مختلفو سیمو او د یو شمیر هغو هیوادونو دي چې د داخلي بیځایه شویو د لویو ستونزو سره مخامخ دي.

د ملگرو ملتونو د تازه جوړ شوي هیئت رئیسې فدریکا موگیریني وویل: "داخلي بیځایه شوي هیر شوي دي، پداسې حال کې چې د هغوی ستونزه زمونږ د عصر یو له سترو بشري ناورینونو څخه ده...تر ټولو لومړی به د داخلي بیځایه کیدو په مخنیوي باندې تمرکز وکړو."

ملگرو ملتونو رپوټ ورکړی چې داخلي بیځایه شوي کسان محافظتي امکاناتو ته د پوره لاس رسي نه درلودو له کبله د هغو کسانو په پرتله زیات تاوان ویني چې له هیواد نه بهر مهاجر کیږي.

میرمن موگیریني وویل چې دغه هیئت ته دنده سپارل شوې چې د داخلي بیځایه شویو د ستونزې په دریو عمده لاملونو، د اقلیم بدلون، د آفتونو د خطر په کمیدو او د سولې په معاملو تمرکز وکړي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي دغه هیئت ته یو کال وخت ورکړی تر څو یوه "واقعي، پایداره او تلپاتې" طرحه وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG