د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان او څلورو نورو هیوادونو د دوو کلونو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مؤقت غړیتوب ترلاسه کړ


د پنجشنبې ورځې په رایه اچونه کې، ډنمارک ۱۸۴، یونان ۱۸۲ ، پاکستان ۱۸۲ ، پاناما ۱۸۳ او سومالیا ۱۷۹ رایې ترلاسه کړې.
د پنجشنبې ورځې په رایه اچونه کې، ډنمارک ۱۸۴، یونان ۱۸۲ ، پاکستان ۱۸۲ ، پاناما ۱۸۳ او سومالیا ۱۷۹ رایې ترلاسه کړې.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د پنجشنبې په ورځ، جون ۶ (غبرګولي ۱۷مه)، پاکستان، یونان، پاناما، ډنمارک او سومالیا د دوو کلونو لپاره ددغه شورا د مؤقتي غړي په توګه وټاکل.

ټاکل شوې چې د دغو هېوادونو دوه کلنه دوره د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه پیل شي.

د امنیت شورا چې ۱۵ غړي لري، د ملګرو ملتونو یوازینۍ څانګه ده چې قانوني پریکړې لکه د بندیزونو لګول او د ځواک کارول تصویبوي.

همدارنګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځه دایمي غړي لري او دغه پنځه واړه غړي چې له بریتانیا، چین، فرانسه، روسیه او متحده ایالات څخه عبارت دي، ټول د ویټو حق لري.

د دې شورا پاتې لس غړي، انتخابي غړي هېوادونه دي چې هر کال پنځه نوي غړي ورته ټاکل کېږي.

پاکستان، ډنمارک، یونان، پاناما او سومالیا له کومې سیالۍ پرته دې شورا ته انتخاب شوي او ټاکل شوې چې د اکوادور، جاپان، مالټا، سویس او موزامبیق هېوادونو ځای ناستي شي.

د جغرافیایي موقعیت پر بنسټ، پنځه نومانده هیوادونه باید د امنیت شورا د مؤقتي دوه کلن غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره د عمومي اسمبلې له دریو دوه برخې رایې ترلاسه کړي.

د پنجشنبې ورځې په رایه اچونه کې، ډنمارک ۱۸۴، یونان ۱۸۲ ، پاکستان ۱۸۲ ، پاناما ۱۸۳ او سومالیا ۱۷۹ رایې ترلاسه کړې.

د ملګرو ملتونو د کړکېچ د نړیوالې ډلې مشر، ریچارډ ګاون امریکا غږ ته وویل، چې دا مهال د امنیت شورا پر ټاکل شویو غړو ډېر فشار دی چې دغه شورا تر بل هروخت فعاله وساتي، په داسې حال کې چې دایمي غړي یې ډېر سره وېشل شوي او ډېری وخت له یو بل سره په تقابل کې واقع کیږي.

هغه زیاته کړه: "دا ډیره ګرانه ده چې یو انتخابي غړی و اوسئ، ځکه تاسو د متحده ایالاتو، روسیې او چین ترمنځ راګیر یاست."

د جنورۍ په لومړۍ نېټه به پنځه نوي مؤقتي غړي هېوادونه د اکوادور، جاپان، مالتا، موزامبیق او سویس ځای ونیسي، چې د کار موده به یې د دسمبر په ۳۱مه پای ته رسېږي.

همداراز، دوی به د امنیت شورا له غیر دایمي غړو؛ الجزایر، ګیانا، سیرالیون، سلوانیا او جنوبي کوریا سره تر یوځای کیدو وروسته، د ۲۰۲۵ کال تر پایه پورې پدغه شوار کې پاتې شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG