د لاس رسي وړ اتصالات

سودان کې د ملګرو ملتونو ماموریت یوازې د ۶ میاشتو لپاره وغځید


ولکر پرتیز د سودان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی دی.
ولکر پرتیز د سودان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا جمعه جون ۲ (غبرګولي۱۲) د سودان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ ماموریت یوازې د شپږو میاشتو لپاره تمدید کړ.

د امنیت شوار په پریکړه لیک کې چې د رایو په غوڅ اکثریت ومنل شو په سودان کې د ملګرو ملتونو د مدعم شوي انتقالي همکارۍ ماموریت د رون میلادي کال د دسبمر میاشتې تر ۳ مې نیټې پوره تمدید شو او دا څرګندوي چې د افریقا په لویې وچې کې پروت دې هیواد کې وضعیت څومره نازک دی.

د امنیت په شورا کې د برتانیې استازي جیمز کاریوکي وویل چې دا شپږ میاشتې به دې نړیوالې ادارې ته لازم وخت ورکړي چې په سودان کې د ملګرو ملتونو ماموریت ارزیابي کړي.

بل پلو بیا د متحده ایالاتو د استازي مرستیال رابرټ ووډ د رای ګیرۍ څخه وروسته وویل د "تاصف وړ ده چې دا شورا پدې ونه توانیده چي د تازه منشور په هکله اجماع ته سره ورسیږي".

ښاغلي ووډ هیله څرګنده کړه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به په راتلونکو میاشتو کې پداسې یو پریکړه لیک موافقه وکړي چې په سودان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ته د شخړې پای ته رسولو، بشري حقونو خوندي کولو او پرته له خنډه د بشري مرستو رسولو لپاره لا ډیر ملاتړ وکړي او قوت ورکړي.


پدې لنډ پریکړه لیک کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي څخه غوښتل شوي چې په هرو دریو میاشتو کې سودان کې د ملګرو ملتونو د ادارې د فعالیتونو په هکله راپور ورکړی او راتلونکی راپور د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د اګست په میاشت کې باید دې شورا ته ورکړل شي.

امنیت شورا پداسې حال کې په سودان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت موده تمدیدوي چې د سودان د پوځ لوی درستیز جنرال برهان تیره اوونۍ په یو لیک کې د سودان لپاره د ملګرو ملتونو په ځانګړي استازي تور ولګاوه چې د ملیشو او پوځ تر منځ جګړې ته یې لمن وهلې.

په لیک چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش ته استول شوی جنرال برهان په ځانګړي استازي ولکر پیرتیز تور لګولی چې ملګرو ملتونو ته یې پخپل راپور کې د "اجماع تیر ایستونکی انځور" وړاندې کړی او دا تور یې هم لګولی چې "که همدا هڅوونکې نښې نښانې نه وی"، د یاغیانو مشر محمد حمدان ډاګلو خپل نظامي عملیات نه پیل کول.

د سودان د پوځ لوی درستیز په لیک کې د ښاغلي ګوتریش څخه غوښتي چې د دې ځانګړی استازي پر ځای دې بل څوک ورواستوي.


خو بل پلو بیا د ملګرو ملتونو عمومي منشي د ځانګړي استازي پرتیز په فعالیت ډاډ څرګند کړی.

د عمومي منشي یو ویاند ویلي چې ټاکل شوې ښاغلی پرتیز به په راتلونکو ورځو کې بیرته سودان ته ستون شي او دې هیواد ته د تګ څخه وړاندې به د ایتوپیا په پایتخت ادیس ابابا کې د افریقایي اتحادیې د چارواکو سره وګوري.


د تیر کال راپدیخوا د سودان د پوځ او اسلامي ډلو پلویانو په سودان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت پر ضد چې مشري یې ښاغلي پیرتیز کوي، څو ځله مظاهرې کړي. مظاهره چیان د ملګرو ملتونو په ځانګړي استازې د بهرنۍ لاس وهنې تورونه لګوي او له دندې لیرې کیدل یې غواړي.

ملګرو ملتونو داسې مهال په سودان کې دا ماموریت تمدید کړی چې عیني شاهدانو په پایتخت خرطوم کې د شدیدې جګړې خبر ورکړی.

دغو شاهدانو ویلي چې د خرطوم په ختیځ او دولتي تلویزیون په شاوخوا کې د هاوان توغندیو ډزې اوریدلي.

XS
SM
MD
LG