د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش ډلې موصل ته نژدې ٢٩٥ کسان یرغمل کړي


د اسلامي دولت د ډلې څخه د موصل ښار د نیولو لپاره عملیات درې اونۍ دمخه پیل شول، خو تر اوسه عراقي قواو ډیر لږ پرمختگ کړی
د اسلامي دولت د ډلې څخه د موصل ښار د نیولو لپاره عملیات درې اونۍ دمخه پیل شول، خو تر اوسه عراقي قواو ډیر لږ پرمختگ کړی

ملگري ملتونه وایي داعش د عراق په موصل ښار کې د ملکي وگړو څخه د بشري سپر په توگه کار اخلي.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو سازمان وایي، د اسلامي دولت ډلې د موصل ښار ته نژدې د عراق د امنیتي قواو ٢٩٥ پخواني غړي یرغمل کړي او ١٥٠٠ کورنۍ یې مجبورې کړي چې له دوی سره یوځای د همام العلیل له ښار څخه په شا شي.

داعش دغه کسان تیره اونۍ هغه وخت ونیول چې د عراق حکومتي ځواکونو، کردي پیشمرگه او شیعه جنگیالیو د امریکا د متحده ایالاتو په مشرۍ د ایتلاف په هوایي ملاتړ د موصل ښار د نیولو لپاره جگړه پیل کړه.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ ویاندې روینا شمداساني وویل "خلک په زور یرغمل او یا هم په زور وړل شوي دي او داسې ښکاري چې غواړي له دوی څخه د بشري سپر په توگه استفاده وکړي او یا به هم د هغوی ارتباطاتو ته په کتو هغو ووژني."

اغلې شمداساني په ژنیو کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې داعش یرغمل شوې کورنۍ د موصل ښار هوایي ډگر ته له ځانه سره وړي دي "تر دې دمه د دغو ملکي وگړو سرنوشت ناڅرگند دی".

د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخې همداشان داعش د نومبر په دوهمه او یا درېیمه نیټه د سنجر له ولسوالۍ څخه ٣٠ تنه شیخان یرغمل کړي او یو نامعلوم ځای ته یې بیولي دي. د هغې په وینا دوی هڅه کوي چې د دغو شیخانو له ډلې څخه د ١٨ تنو د وژلو په اړه د رپوټونو څرنگوالی معلوم کړي.

د اسلامي دولت د ډلې څخه د موصل ښار د نیولو عملیات څلورمې اونۍ ته داخل شوي او عراقي ځواکونو تر اوسه په موصل ښار کې یو کوچنی پل ځای موندلی دی.

XS
SM
MD
LG