د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان دې اجباري عیبیدل بند کړي، د عفوې نړیواله مؤسسه


پاکستان دې اجباري عیبیدل بند کړي، د عفوې نړیواله مؤسسه
پاکستان دې اجباري عیبیدل بند کړي، د عفوې نړیواله مؤسسه

د بشری حقوقو د عفوي نړیوالي مؤسسې د پاکستان د حکومت نه غوښتي دي چي هغه څه ختم کړي چي هغې ورته " اجباري غیبیدل " وویل.

دغي مهمي نړۍ والي مؤسسې وویل چي د خلکو دغه ډول غیبیدل وروسته له هغه ډیر زیات شوي دي چی په امریکا باندي په ٢٠٠١ کال کي د سیپټامبر د یوولسمي تروریستي حملو نه وروسته پاکستان د تروریزم سره په جګړه کي د امریکا ملګری سوی دی.

په لندن کی دیره د بشري حقوقو دغي مؤسسې ویلي دي چي د پاکستان حکومتي قواو د هغه ملک په قبایلي سیمو کي په دې تور په سلګونو خلک نیولي دي چي د طالبانو سره همکاري کوي. هغې ویلي دي چي د رپوټونو له مخي تقریبا ٢٥٠٠ تنه د ٢٠١٠ کال په لومړۍ نیمایي کي نیول شوي او په زندان کی اچول شوی دي.

د عفوي نړۍ واله مؤسسه وایي چي هغه او د بشري حقوقو نوري مؤسسې په دې باورلري چي د هغو خلکو شمیر به چي په اجباري توګه غیب شوي دي، تردې ډیر زیات وي.

دغي موسسې دا هم ویلي دي چي اصلي خلک چی نیول کیږي هغوي فعالین، ژورنالیستان او زده کونکي دي چي په کي په زیات شمیر یې مړه پیدا شوی دي اوپه بدنونو باندي یې د شکنجو نښي لیدل شوي دي.

XS
SM
MD
LG