د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو د جیش محمد د مشر نوم تور لست کې شامل کړ


د جیش محمد د ډلې مشر
د جیش محمد د ډلې مشر

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په پاکستان کې د جیش محمد د ډلې مشر مسعود اظهر نوم د ملګرو ملتونو تور لست ته زیات کړی دی.

د جیش محمد ډلې د فبرورۍ په ۱۴مه په کشمیر کې د هند په نیمه پوځیانو باندې په ځانمرګي برید تورن دی. په برید کې شاوخوا ۴۰ کسان ووژل شول.

له دغه حملې وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه کړې وه چې د دغې ډلې د مشر نوم تور لیست ته زیات شي خو چین یې مخالفت کړی و.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګنګ شوانګ د سه شنبې په ورځ (اپریل ۳۰) وویل چې حکومت یې د ملګرو ملتونو له پریکړې څخه ملاتړ کوي او د ملګرو ملتونو تور لست ته د مسعود اظهر د نوم زیاتیدلو سره کومه ستونزه نلري.

ویل کیږي د هند د بهرنیو چارو وزیر، ویجي ګوکالې د اپریل په ۲۳مه نیټه چینایي چارواکو سره په لیدنه کې د مسعود اظهر په اړه په تفصیل خبرې کړې وې.

هندوستان څلور وارې د ملګرو ملتونو تور لست ته د مسعود اظهر د نوم زیاتیدلو غوښتنه کړی وه خو چین یې هر وار مخالفت کړی و.

XS
SM
MD
LG