د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه: له یو کال نه په کم عمره ماشومانو هم جنسي تیري شوي


د ملگرو ملتونو په رپوټ کې ویل شوي چې د ٢٠١٦ کال په جگړو کې د جنسي تیریو نه په پراخه توگه د جنگ د تکتیک په توگه کار اخیستل شوی
د ملگرو ملتونو په رپوټ کې ویل شوي چې د ٢٠١٦ کال په جگړو کې د جنسي تیریو نه په پراخه توگه د جنگ د تکتیک په توگه کار اخیستل شوی

د ملگرو ملتونو عمومي منشي وایي په نهو جنگ ځپلو هیوادونو کې د ترهگرو ډلو په گډون ۴۶ متخاصمې ډلې په جنسي تیریو او د زور زیاتیو په نورو پیښو دخیلې دي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتیرش، ویلي دي چې دغه تیري کوونکې ډلې د اسلامي دولت یا داعش او القاعده په شان ترهگرو ډلو سره اړیکې لري.

په هغه فهرست کې چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته خپور شو راغلي دي چې په کانگو، سومالیا او په جنوبي سوډان کې د مخالفو او یاغي ډلو ترڅنگ حکومتي پوځیان او پولیس هم په جنسي تیریو کې دخیل دي. په دې رپوټ کې د بوکو حرام ډله چې په نایجریا او گاونډیو هیوادونو کې فعالیت کوي هم شامله ده.

د ملگرو ملتونو په رپوټ کې ویل شوي چې د ٢٠١٦ کال په جگړو کې د جنسي تیریو نه په پراخه توگه د جنگ د تکتیک په توگه کار اخیستل شوی دی. په رپوټ کې ویل شوي چې ځینو متخاصمو ډلو د جنسي تیريو تر څنگ په ځینو مواردو کې نور جرمونه هم کړي دي چې د خلکو وژل، لوټ کول او له سیمو شړل په کې شامل دي.

ښاغلي گوتیرش ویلي چې ددغو ډلو له لورې دا ډول جرمونه د هغو قومونو او خلکو په وړاندې شوي دي چې د هغو سره یې قومي، مذهبي او سیاسي مخالفت درلود.

په دې رپوټ کې په مشخصه توگه د ١٣ یاغي ډلو، پوځي قواو او پولیسو یادونه شوی ده چې په کانگو کې دي.

رپوټ وایي په ٢٠١٦ میلادی کال کې ددې سازمان سوله ساتو ځواکونو په کانگو کې د جنسي تاوتریخوالي ۵۱۴ قضیې تائید کړي دي چې په قربانیانو کې یې ۳۴۰ ښځې، ۱۷۰ نجونې، درې نارینه او یو هلک شامل دي.

له بلې خوا په دې ترڅ کې د ملگرو ملتونو د نفوسو ادارې ویلي دي چې په کانگو کې د جنسي تیریو ۲۵۹۳ قضیې ثبت شوې دي. په جنوبي سوډان کې چې د ٢٠١٣ راهسې په شخړو کې ښکیل دی د ډله ایزو جنسي تیریو په گډون ۵۷۷ قضیې ثبت شوی دي.

د جنسي تیریو د قربانیانو په ډله کې ۵۷ کوچنۍ نجونې چې عمر یې له لسو کالو کم و، هم شاملې دي او د رپوټ په وینا حتی "دوه تنو نجونو د یو کال نه کم عمر درلود" چې پرې جنسي تیري شوي وو.

XS
SM
MD
LG