ملګري ملتونه: په تېرو شاوخوا لسو میاشتو کې په سودان کې تر ۲۲۰۰ ډېر ملکيان وژل شوي

ملګرو ملتونو په تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو لسو میاشتو کې په سودان کې تر ۲۲۳۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي، چې ډېری یې د بې‌ پیلوټه الوتکو په بریدونو کې وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ (نومبر۱۷مه) تازه راپور کې ویلي چې د جګړې ښکېلې غاړې لا هم د ملکي وګړو د ساتنې لپاره نړیوال قوانین له پامه غورځوي.

په نوي راپور کې پر ملکي وګړو، بازارونو، روغتونونو او نورو تاسیساتو د پراخو بریدونو په اړه اسناد هم خپاره شوې دي.

د معلوماتو پر اساس، په سودان کې د وسله‌ والو ځواکونو، نیمه پوځي چټک ملاتړ ځواکونو(RSF) او د هغوی د متحدو وسله‌ والو ډلو ترمنځ جګړه روانه ده.

راپور وايي، چې د روان میلادي کال د جنورۍ او جون میاشتو ترمنځ لږترلږه ۱۳۹۰ ملکي وګړي وژل شوي، چې د دغو مرګونو له ۸۰ سلنې څخه زیات یې د بې ‌پیلوټه الوتکو (ډورن) بریدونو ته منسوب شوي دي.

همدارنګه، د جولای او اکتوبر میاشتو ترمنځ ۸۴۰ نور ملکي وګړي وژل شوي، چې نږدې ۵۲۰ یې د ډرون بریدونو له امله وو.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي چې د لسو میاشتو په موده کې تر ۱۶۳۰ ډېر ملکي وګړي د بې ‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د وژل شویو کسانو دقیق شمېر ښايي تر دې هم لوړ وي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک ویلي: «حقایق په خپله څرګند دي. زموږ په راپور کې موندنې، که نور شواهدو ته اړتیا وي، د سودان په جګړه کې د ملکي وګړو د نه زغمل کېدونکي او پرله ‌پسې کړاو او د جګړې د ښکېلو غاړو له خوا د جګړې د قوانینو د دوامدارې او ښکاره سرغړونې نور شواهد وړاندې کوي.»

ترک زیاته کړې: «د پراخې بې ‌سزا پاتې کېدنې په فضا کې دغه راپور یو ځل بیا د نړیوال بشري قانون جدي سرغړونې مستندې کړې دي. دا ډول سرغړونې ښايي د جګړې جنګي جنایتونه وګڼل شي.»

د ملګرو ملتونو په راپور کې د سودان د کردفان او دارفور سېمې د مرګونو ډرون بریدونو د زیاتوالي له امله تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې سېمې بلل شوې دي. د راپور له مخې، د جګړې دواړو غاړو د بې‌ پیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې د ملکي وګړو د ثبت شویو مرګ‌ ژوبلو له دوو پر درېیمې برخو څخه زیاته برخه په کردفان کې رامنځته شوې، چې ورپسې دارفور راځي.

د ملګرو ملتونو څېړونکو په دغه موده کې پر بازارونو لږترلږه ۳۹، پر ملکي موټرو ۲۰، د سون توکو پر تاسیساتو ۱۷ او پر روغتیايي مرکزونو ۱۶ ډرون بریدونه ثبت کړي دي.

راپور دا خبرداری هم ورکړی چې بریدونو، لوټمارۍ او د تګ راتګ محدودیتونو په سوډان کې بشري وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

په راپور کې ویل شوي چې د خوراکي توکو د ناامنۍ له امله د دارفور او کردفان په ځینو برخو کې د قحطۍ خطر په زیاتېدو دی.

​
XS
SM
MD
LG