د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو د دوو طالب چارواکو د سفر د بندیز استثنا لغو کړه


ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ جون ۲۰ (غبرګولی ۳۰) بهر ته د طالبانو د دوو چارواکو پر سفر د بندیز استثنا لغو کړه.

دیپلوماتانو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې دغه بندیزونه په افغانستان کې پر نجونو او ښځو باندې د طالبانو له لورې د سختو محدودیتونو د وضع کېدو په غبرګون کې لګول شوي دي.

د طالبانو ۱۵ تنه چاروکو ته د خبرو او مذاکراتو لپاره بهر ته د سفر کولو اجازه ورکړل شوې وه او پرون دوشنبه ددغه اجازې د اعتبار وروستۍ ورځ وه.

له دې جملې څخه د ۱۳ تنو د سفر د اجازې وخت لږ تر لږه د دوو نورو میاشتو دپاره وغځول شو. خو د دوو کسانو، چې د طالبانو د ښوونې او روزنې چارواکي دي ، موده په دې خاطر تمدید نشوه چې طالبانو د نجونو ثانوي ښوونځي تړلي دي.

دغو دیپلوماتانو د نوم نه ښودلو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته ویلي، په دغو کسانو کې د طالبانو د معارف د وزارت مرستیال سید احمد شهیدخېل او د لوړو زده کړو وزیر عبدالباقي بصیر اول شاه چې په عبدالباقي حقاني مشهور دی، شامل دي.

په تیر اګست میاشت کې قدرت ته له رسېدو راهیسې، طالبانو د نجونو پر ښوونځیو او د ښځو پر کار او آزاد تګ راتګ باندې بندیزونه لګوي دي.

د مارچ په میاشت کې، د طالبانو مشر هیبت الله اخندزاده فرمان صادر کړ چې د نجونو ثانوي ښوونځي دې وتړل شي. دغه فرمان د نړیوالو له سخت غبرګون سره مخ شوی دی.

د طالبانو چارواکو د ملگرو ملتونو دغه پرېکړه "بې انصافي" بللې ده.

د طالبانو د لوړ زده کړو وزارت مرستیال لطف الله خیرخواه د فرانسې خبري آژانس ته وویل: "دغه ډول پرېکړې به حالت نور هم ترینګلی کړي".

دیپلوماتانو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې په ملګرو ملتونو کې پر طالبانو د بندیزونو د ارزولو کمیټۍ له سختو مذاکراتو وروسته، د ۱۳ تنه طالب چارواکو د سفر د اجازې موده د "دوو الی درې میاشتو" دپاره وغځوله.

دغو دیپلوماتانو زیاته کړې چې ځینې هېوادونه د ټولو ۱۵ طالب چارواکو د سفر د اجازې د نه تمديدلو ملاتړي وو، خو ځینو نورو هېوادونو یې مخالفت وکړ.

یو دیپلومات وویل چې دوه میاشتې وروسته به د دغو ۱۳ تنه طالب چارواکو د سفر د اجازې موده د یوې بلې میاشتې دپاره وغځول شي، په دې شرط چې د کمیسیون غړي هېوادونه ورسره ستونزه ونلري.

XS
SM
MD
LG