د لاس رسي وړ اتصالات

ملگرو ملتونو په ایران کې د کم عمره کسانو په اعدامولو سخت انتقاد کړی


د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان عالي کمیشنره میشل بشلت
د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان عالي کمیشنره میشل بشلت

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو مشر د جمعې په ورځ (می ٣) په ایرانکې د دوو ١٧ کلنو هلکانو په اعدام کیدو سخت انتقاد کړی.

دغه دوه ١٧ کلن هلکان مهدي سهرابي فر او امین صداقت نومیدل چې د اپریل په ٢٥ د جنسي تیري او غلا په تور اعدام شول.

د ملگرو ملتونو سازمان ویلي دي چې ددغو کسانو محاکمه د یوې عادلانه محاکمې د بنیادي اساساتو له اصولو سره په تضاد کې وه.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان عالي کمیشنرې میشل بشلت، له ایران وغوښتل چې د کم عمره کسانو اعدامول بس کړي.

میرمن بشلت وویل: "د ماشومانو اعدامول د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال کموانسیون او همداشان د ماشومانو د حقونو دکنوانسیون په اساس په بشپړه توگه بند دي".

میرمن بشلت وویل په ایران کې د اتلس کلونو لاندې ددغو دوو کسانو اعدام په ځانگړې توگه پدې دلیل بوگنونکی و چې "دواړو سره بد چلند شوی او محاکمه یې عادلانه نه وه".

دغه دوه هلکان کله چې بندیان شول ١٥ کلن وو.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي د هغو اطلاعاتو په بنسټ چې دوی ترلاسه کړي دغه کسانو دوه میاشتې د پولیسو په یو مرکز کې په بند کې تیرې کړې وې او په پیل کې د مدافع وکیل د درلودلو له حق نه محروم کړای شوي وو.

ملگرو ملتونو همداشان ویلي دي چې د رپوټونو له مخې دغه کسان په زور اعتراف ته اړ کړای شوي دي.

د ایران حکومت ددغو رپوټونو په وړاندې غبرگون ندی څرگند کړی.

XS
SM
MD
LG