د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د هرات زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره ۹۳.۶ ملیون ډالرو ته اړتیا ده


ملګري ملتونه وایي چې د هرات په زلزلې کې ۳۳۰۰ کورونه په بشپړه توګه ړنګ شویدي.
ملګري ملتونه وایي چې د هرات په زلزلې کې ۳۳۰۰ کورونه په بشپړه توګه ړنګ شویدي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو همغږي کوونکي ډانیل اندریس دوشنبه اکټوبر ۱۶ (تلې۲۴) وویل چې د هرات په ولایت کې د زلزله ځپلو سره د مرستو برابرولو او رسولو لپاره د راتلونکو شپږو میاشتو په ترڅ کې ۹۳.۶ ملیون ډالرو ته اړتیا لري.

ښاغلي اندریس وویل چې د هغوي د معلوماتو له مخې تر اوسه د هرات ولایت په زلزلې کې د ۱۵۰۰ کسانو مړینه ثبت شوې او شاوخوا ۲ زره نور ټپي شویدي.

د ملګرو ملتونو دې چارواکي همدارنګه ویلي چې د هغوي د ارزیابۍ له مخې د هرات په زلزلې کې د ۴۳ زرو څخه ډیر کسان په مستقیمه توګه د دې زلزلې له کبله زیانمن شویدي.

د ملګرو ملتونو دې چارواکي وویل چې تر ټولو ډیر زیان د انجیل په ولسوالۍ کې خلکو ته رسیدلی چې د وګړو شمیر یې ۲۳ زرو ته رسیږي. هغه وویل چې ۵۳ په سلو کې وګړي چې پدې تازه زلزلې کې ورته زیان رسیدلی، د همدې ولسوالۍ اوسیدونکي و.

د ۳۳۰۰ کورونو تر څنګ چې پدې زلزلې کې په بشپړه توګه له منځه تللي دي، ملګرو ملتونو ویلي چې پدې ولایت کې د اوبو سیسټمونه او څاګانې هم زیانمنې شویدي.

دې نړیوالې ادارې وویل چې په ځینو ځایونو کې د اوبو سرچینو ته خاورې خزلې ویلي چې اوبه یې ناولې کړي او د دې خطر شته چې د سیمې په خلکو کې به ساري ناروغۍ خپرې شي.

ښاغلي اندریس وویل چې د هرات په ولایت کې د خلکو وضعیت پداسې حال کې دی چې مرستندویه سازمانونه باید هر څومره ژر چې امکان لري د ژمي را رسیدو څخه وړاندې مواد پدې زیانمن شویو خلکو وویشي.

هغه زیاته کړه چې د هرات په ولایت کې د هوا درجه په چټکۍ سره مخ په ښکته کیدو ده او پداسې حال کې سړیدو خوا ته روانه ده چې لا هم ګڼ شمیر خلک لدې ویرې خپلو کورونو ته نه ستنیږي چې ویره لري د کورونو چتونه به یې ولویږي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د شمیرو له مخې د هرات ولایت په زلزله کې له زرو زیات کسان مړه شوي او ۲۴۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي. خو دغه وزارت ویلي، چې کیدای شي د تلفاتو شمیر نور هم زیات شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې "اوچا" د یو راپور له مخې په تیرو دوو زلزلو کې ۱۳۸۴ تنه مړه شوي او ۱۸۵۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې په زلزله کې د وژل شویو کسانو زیات شمیر یې ښځې او ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو د ادارو د راپورونو له مخې په تیرو زلزلو کې زیات ځاني او مالي زیان د هرات ولایت د زنده جان، انجیل، کشک رباط سنګي، ګلران، کوهسان او د دغه ولایت مرکز په ځینو برخو کې پیښ شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د هرات ولایت د زلزلې په اړه د اکتوبر ۱۴( تلې ۲۲) په یو تازه راپور کې ویلي، چې د زلزله ځپلو سیمو څخه نږدې ۶۰ فیصده بې ځایه شوې کسان د هرات ولایت د ګذره په ولسوالۍ کې د موقتي اوسیدانې په شاوخوا سلو خیمو او په لسو خونو کې ځای په ځای شوي دي.

دغه سازمان ویلي، شاوخوا ۲۵۰ کسان د خوړو او د اړتیا وړ نورو توکو مرستې ته په بیړني ډول اړتیا لري.

روغتیا نړیوال سازمان د "اوچا" د راپور په اساس ویلي، چې په دې زلزله کې ۱۹۲۵۰ کسان په مستقیم ډول زیانمن شوي دي، چې ۱۰۹۸ کورنۍ د هرات ولایت د زنده جان په ولسوالۍ کې، ۹۱۴ کورنۍ د انجیل په ولسوالۍ کې، ۳۸۵ کورنۍ د کشک رباط سنګي په ولسوالۍ کې، ۳۶۰ کورنۍ د ګلران په ولسوالۍ کې، ۱۹ کورنۍ د کوهسان په ولسوالۍ کې او ۱۲۱ کورنۍ د هرات په ښار کې زیانمنې کړي دي.

روغتیا نړیوال سازمان د سټلایټ په واسطه د اخیستل شویو تصویرونو د چټکې ارزونې پر اساس ویلي، چې د تیرې اونۍ په زلزلو کې ۲۱۲۸۲ ودانیو ته زیان رسیدلی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG