د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: نړیوالې ټولنې افغانستان لپاره د غوښتل شوو پیسو یوازې۱۴٪ برابرې کړي


.
.

د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" وايي، نړیوالې ټولنې د ملګروملتونو له خوا په روان ۲۰۲۲ میلادي کال کې افغانستان کې د بشري مرستو دوام لپاره د دغې ټولنې څخه د غوښتل شوو ۴.۴ ملیاردو ډالره څخه د مارچ تر میاشتې یوازې ۱۴ فیصده یې برابر کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" د پنجشنبې د ورځې ناوخته مۍ ۵ ( ثور ۱۵) په یو راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۲۲ میلادي کال د جنورۍ د میاشتې څخه د مارچ د میاشتې پورې افغانستان کې د مرستې رسونې ادارو ۱۸ میلیونو افغانانو ته لږ ترلږه یو ځل بشري مرستې رسولي دي.

اوچا وايي په دې شمیر کې ۱۷۴ زره ګاونډیو هیوادونو څخه ستانه شوي افغانان، ۷۴ زره ستانه شوي مهاجرین ۶۶ زره د سیلابونو او نورو طبیعي پیښو زیانمن شوي کسان او ۶۵ زره نوي داخلي بې ځایه شوي کسان هم شامل دي.

اوچا په دې راپور کې ویلي: "په داسې حال کې چې دا په بشپړ ډول مرستې ته اړو کسانو د لاس نیوي په برخه کې د خلکو پراخو پرګنیو ته د مرستې رسونې یو پراخه انځور وړاندې کوي خو میلیونونه نور کسان هم به د ژوندي پاتې کیدو لپاره څو ځلې مرستو ته اړتیا ولري".

ملګروملتونو په ۲۰۲۲ میلادي کال کې نږدې ۲۳ میلیونو افغانانو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د دغه کال په سر کې د نړیوالې ټولنې څخه د ۴.۴ میلیاردو ډالرو د برابرولو غوښتنه کړې وه.

دا اداره وايي چې په دومره لوی شمیر افغانانو سره دا مرستې د نړیوالې ټولنې له خوا ملګروملتونو ادارو سره د ۶۰۰ میلیونو ډالرو او هم د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال څخه د پاتې ۵۴۲ میلیونو ډالرو د یوځای کیدو په نتیجه کې شوي دي.

اوچا وايي: "په عین وخت کې ۳.۸ ملیارده ډالر چې د ۴.۴ ملیاردو ډالرو ۸۶ فیصده کیږي چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره ورته اړتیا ده لا هم دا پیسې نه دي برابرې شوي".

اوچا وايي لا هم ډیرو اړو خلکو ته د مرستو اړتیا دوام لري، پسرلې کې خوړو ته د اړتیا د زیاتیدو خطرونه، د معیوب اقتصاد کمزورتیا او د اساسي خدمتونو ټوټه ټوټه کیدل د افغانانوستونزې جوړوۍ.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" په دغه راپور کې ویلي، چې په تیرو شپږو میاشتو کې افغانانو سره بشري مرستې په ځانګړي ډول د خوړو او مالي مرستې دوام لري چې په راروانو میاشتو کې به مرستندویه ادارې ډیره پاملرنه مختلفو سکټوري اړتیا ته واړوي.

دا اداره وايي، چې اړو افغانانو سره د ژوند د ژغورنې د مرستو دوام د نړیوالې ټولنې له خوا دوی ته د انعطاف وړ مرستو په برابرولو ممکن کیدلی شي.

XS
SM
MD
LG