د لاس رسي وړ اتصالات

ماشومانو ساتنې اداره: روژه کې ډیرو کورنیو په وچې ډوډۍ ګذاره کوله


د ماشومانو د ساتنې ادارې " سیف اف د چلډرن" د روژې د میاشتې په وروستیو ورځو کې د افغانانو د اقتصادي ستونزو په اړه د اپریل ۲۶ ( ثورشپږم) یو راپور کې ویلي چې افغانستان کې د اقتصادي ستونرو او د خوراکي توکو د بیو د لوړیدو له امله ډیرو کورنیو د تیرې روژې میاشت کې په وچې ډوډۍ او اوبو ګذاره کوله.

د ماشومانو د ساتنې ادارې په دغه راپور کې ویلي چې افغانستان کې د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال پرتله د ځینو خوراکي توکو بیې دوه چنده لوړې شوي دي، چې د بیو لوړیدو له امله ډیرې کورنۍ دې ته اړ شوي چې د تیرې روژې میاشت یوازې په وچه ډوډۍ او اوبو باندې ګذاره وکړي.

افغانستان کې د یکشنبې په ورځ مۍ لومړي ( ثور یوولسم) د روژې میاشت پای ته ورسیدله او اختر لمانځل پیل شو. د ماشومانو د ساتنې ادارې افغانستان کې اقتصادي بحران ته په کتنې ویلي، ډیرو کورنیو غړو کارونه له لاسه ورکړي چې له امله یې هغوی خپلو ماشومانو ته د خوړو د برابرولو په برخه کې د ډیرو ستونزو سره مخ دي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې ویلي " په تیر ۲۰۲۱ میلادي کال اګست کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته د خوراکي توکو بیې اسمان ته ختلې دي. اوس د یو کیلو ګرام غنمو بیه کې د تیرمیلادي کال د جون د میاشتې پرتله ۴۵ فیصده زیاتوالی راغلی دی".

دغه راپور کې د کابل ښار په دهمزنګ څلور لارې کې د روژې په میاشت کې د اقتصادي ناخوالو له امله یو سړي ځان ته د اور د اچولو د پیښې یادونه شوې ده. د سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې دغه سړی چې ځان ته د اور د اچولو پر مهال د خلکو له خوا ژغورل شوی وو، یوه ورځ وروسته په روغتون کې د اخیستو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د ماشومانو د ساتنې ادارې " سیف اف د چلډرن" اټکل کړی چې په اوکراین کې روانه جګړه به افغانستان کې د خوراکي توکو د بیو د نورو لوړیدو سبب هم شي.

" سیف اف د چلډرن" ادارې د ملګروملتونو د خوړو نړیوالې ادارې " ډبلیو ایف پي" له قوله ویلي چې افغانستان باندې به د دې اغیزه د دې له امله هم ډیره زیاته وي چې دا هیواد غنمو وارداتو باندې متکي دي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې " سیف اف د چلډرن" په دغه راپور کې د یو شمیر افغان کورنیو د غړو سره هم خبرې کړي. هغوی دغې ادارې ته ویلي چې د بیو لوړیدو له امله دوی ته ډیره مشکله شوې چې خپلو بچیانو ته خواړه برابر کړي.

څلور څلویښت کلنې امرا " سیف اف د چلډرن " موسسې ته ویلي د میړه له مړینې وروسته د عاید د کموالي له امله اتو بچیانو ته د خوړو د برابرولو په برخه کې د ستونزو سره مخ ده او یوازې یو زوی یې د خلکو د بکسونو پورته کولو له درکه د ورځې صفر اعشاریه ۷۲ ډالر ترلاسه کوي.

دغې میرمنې " سیف اف د چلډرن" ادارې ته ویلي، چې اکثره وخت ماشومان یې په نهاره خیټه ویده کیږي. میرمن امرا ویلي چې تیرکال روژه کې یې میړه ژوندی وو او د دوی ګذاره هم ښه وه او عاید یې ترلاسه کوه.

په دغه راپور کې افغانستان لپاره د " سیف اف د چلډرن" ادارې رئیس کرس نیامندي ویلي چې سږکال د ډیرو کورنیو لپاره روژه سخته وه اود روژه ماتې پر مهال چې معمولآ کورنۍ ډول ډول خواړه برابروي خو ځینو کورنیو دغې ادارې ته ویلي چې هغوی یوازې د روژه ماتې پر مهال خپلو ماشومانو ته وچه ډوډۍ برابرولو توان درلود.

د " سیف اف د چلډرن" ادارې ویلي د روژې دمخه هم د خلکو وضعیت ښه نه و او کورنیو د ورځې د دریو وختو لپاره د خوړو د برابرولو توان نه درلود.

XS
SM
MD
LG