د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: دریو میاشتو کې د مخدراتو سلګونه قاچاقبران نیول شوي


ملګري ملتونه وايي، د ۲۰۱۷ کال د جون له لومړۍ څخه د اګست تر ۲۶مې، په افغانستان کې د مخدره موادو د قاچاق په تور ۷۰۸ کسان نیول شوي.
ملګري ملتونه وايي، د ۲۰۱۷ کال د جون له لومړۍ څخه د اګست تر ۲۶مې، په افغانستان کې د مخدره موادو د قاچاق په تور ۷۰۸ کسان نیول شوي.

د ملګرو ملتونو سازمان، د افغانستان د وضعیت په اړه په خپل یو تازه رپوټ کې له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت لاس ته راوړنو ته په اشارې ویلي، چې په دریو میاشتو کې افغان ځواکونو د مخدره موادو پر ضد څه باندې ۶ سوه عملیات ترسره کړي، چې په نتیجه کې یې سلګونه قاچاقبران نیولي او لسګونه ټُنه مخدره مواد یې کشف او ضبط کړي دي.

د دغه رپوټ له مخې، افغان ځواکونو د روان عیسوي کال د جون له لومړۍ نیټې څخه نیولې د اګست تر ۲۶مې پورې د مخدره موادو د قاچاق په تور ۷۰۸ کسان نیولي دي.

د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې، پولیسو په دې موده کې څه باندې ۴۵ ټُنه مختلف ډوله مخدره مواد هم کشف او ضبط کړي دي.

په رپوټ کې راغلي، چې په ضبط شویو مخدره موادو کې ۵۶۹ کیلوګرام هیروئين، ۹۶۴۴ کیلوګرام مورفین، ۴۸۴۱ کیلوګرام اپین، ۲۵.۴ کیلوګرام میامفیتامین، ۲۸۶۷ کیلوګرام چرس، ۷۲۲ ټابلیټ‌که او نږدې ۳۰زره کیلو ګرام کلک او اوبلن کیمیاوي مواد، شامل دي.

د رپوټ له مخې، افغان ځواکونو په دې موده کې د هیروئينو د پروسیس او تولید ۳ کارخانې هم له منځه وړي دي.

په رپوټ کې دغه راز ویل شوي، چې په دې وروستیو کې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره د سیمې د هیوادونو همکاري هم موجوده وه.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت چارواکي وايي، چې د قانون د حاکمیت په برخه کې له افغانستان سره د امریکا د متحده ایالاتو او انګلستان مرستې د دې لامل شوي، چې افغان ځواکونه په دې مبارزه کې د پام وړ لاسته راوړنې ولري.

د دغه وزارت سلاکار همایون نوابي امریکا غږ آشنا ته وویل "د قانون د تنفیذ او د مخدره موادو کرلو او قاچاق او د پیسو وینځلو په برخو کې، له موږ سره د انګلستان او امریکا همکاري زیاته شوې ده، له دې امله په دې برخه کې زموږ د لاسته‌ راوړنو کچه لوړه شوې ده".

ښاغلي نوابي دغه راز وویل، چې د مخدره موادو د قاچاقبرانو د نیولو په برخه کې د سیمې په کچه د افغانستان شمالي هیوادونو په ځانګړې توګه تاجکستان او قزاقستان له افغانستان سره اغیزمنه همکاري لري، خو ایران او پاکستان چې د مخدره موادو د قاچاق مهم مسیرونه شمیرل کیږي، له افغانستان سره د پام وړ همکاري نه ده کړې.

ښاغلي نوابي د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې د سیمې د هیوادونو همکاري مهمه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې چاقبران د مخدره موادو د قاچاق مسیرونه بدلوي، نو د سیمې هیوادونو ته په کار ده، چې په دې برخه کې له افغانستان سره ګډې استخباراتي همکارۍ ولري.

XS
SM
MD
LG