د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: په اوکراین کې د جګړې له کبله افغانستان کې د خوراکي موادو او تیلو بیې لوړې شوې


ملګري ملتونه وایي چې په تیرو ۸ میاشتو کې په افغانستان کې د خوراکي موادو بیې ۴۰ په سلو کې لوړې شوي.
ملګري ملتونه وایي چې په تیرو ۸ میاشتو کې په افغانستان کې د خوراکي موادو بیې ۴۰ په سلو کې لوړې شوي.

د ملګرو ملتونو د خوراک د نړیوال پروګرام (WFP) چارواکي خبرداری ورکوي چې په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله په افغانستان کې د خوراکي موادو او تیلو بیې لوړې شوې او ښایې نورې هم لوړې شې.

د (WFP) یوې ویاندې شیلي تکرال د جمعې په ورځ مارچ ۱۸ (کب۲۷) وویل چې په تیرو ۸ میاشتو کې په افغانستان کې د خوراکي موادو بیې ۴۰ په سلو کې لوړې شوي.

میرمن تکرال وویل چې په اوکراین کې جګړه د نړۍ په اقتصاد ډیر اغیز کوي او له همدې کبله به یې په افغانستان کې هم چې خلک یې وار د مخه د ګڼ شمیر اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د سون او خوراکي موادو د بیو د لوړیدو سبب شوې.

د ملګرو ملتونو دې چارواکې زیاته کړه چې (WFP) په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د میلونونو کسانو لپاره د خوراکي موادو په بندوبست ۱ میلیارد ډالر لګولي او زیاته یې کړه چې دا اداره ۱.۶ ملیارد نورو ډالرو ته هم اړتیا لري.

هغې زیاته کړه، "د نړۍ په ګډون په افغانستان کې دا ویره ده چې د خوراکي موادو او تیلو بیې به لوړې شي".

سره لدې چې مرسته کوونکو هیوادونو د افغانستان سره د طالبانو تر واک ته رسیدو وروسته هم بشري مرستې ندې سپمولي خو ملګري ملتونه د دې هیوادونو څخه د لا ډیرو مرستو غوښتنه پداسې حال کې کوي چې په اوکراین د روسیې د د یرغل له کبله ۳.۲ ملیونه اوکراینیان ګاونډیو او نورو هیوادنو ته کډه شوي.

تر دې وړاندې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشر فلیپو ګراندې د سه شنبې په ورځ کابل ته د سفر پر مهال خبرداری ورکړی و چې په اوکراین کې د جګړې له کبله احتمال شته چې د افغانستان پر ځای بشري مرستې په بل ځای کې ولګول شي او دا یې هم ویلي و چې د خوراکي موادو د بیو د لوړیدو له کبله به د بشري مرستو هلې ځلې ټکنۍ شي.

سره لدې چې افغانستان ته ډیری غنم د ازبکستان او قزغزستان څخه ورځي خو ملګري ملتونه وایي چې په نړۍ کې د تیلو او خوراکي موادو د بیو د لوړیدو له کبله د بشري مرستو په لګښت کې هم ښایي ۴۰ په سلو کې ډیروالی شي.

په افغانستان کې څه باندې ۶ میاشتې کیږي چې طالبان واک ته رسیدلي او بهرنۍ مرستې چې د افغانستان ۸۰ په سلو کې لګښت د همدې لارې کیده، پداسې حال کې بندې شوي چې د نړۍ هیڅ یو هیواد یا ادارې د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

ملګري ملتونه پداسې حال کې په افغانستان کې د خوراکي موادو د بیو د لوړیدو خبردرای ورکوي چې د بشري حقونو د څار ادارې په یو راپور چې پنجشنبه مارچ ۱۷ (کب۲۶) خپور شوی ویلي چې په افغانستان کې د سږ کال د پیل راهیسې شاوخوا ۱۳ زره ماشومان د سوی تغذیې او داسې ناروغیو له کبله مړه شوي چې د لوږې څخه پیدا کیږي.

په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې په افغانستان کې ۳.۵ ملیونه ماشومان خوراکي موادو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG