د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: میلونونه افغانان د لوږې سره مخ دي


د ملګرو ملتونو یو جګپوړي چارواکي دوشنبه اګست ۱۵ (زمري۲۴) ویلي چې میلونونه افغانان پداسې حال کې د لوږې حالت ته نږدې دي چې د ژمي موسم هم په را رسیدو دی او د بشري مرستو لپاره بودجه هم مخ په خلاصیدو ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي رامز الاکبروف د کابل څخه د ویډیو کنفرانس د لارې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د "وضعیت تر ټولو بهترین تعریف به دا وي چې سوچه ناورین وبلل شي"

ښاغلي اکبروف همدارنګه وویل چې په افغانستان کې ۱۹ په سلو کې خلک په کافي اندازه خواړه نلري او ۶.۶ ملیونه یې د اضطراري حالت تر کچې د خوراکي موادو د نامصؤنیت سره مخ دي چې د قحطۍ حالت څخه یوازې څو ګامه لیرې دي.

د ملګرو ملتونو دې چارواکي همدرانګه وویل چې د افغانستان د ټولو شاوخوا ۴۰ ملیون وګړو څخه ۳۵ ملیونه یې په غربت کې پداسې حال کې ژوند کوي پدې هیود کې د خوراکي موادو بیې نږدې ۳۰ په سلو کې لوړې شوي.

هغه زیاته کړه چې دا خرابیدونکی وضعیت په ټوله کې د افغانستان اقتصادي کموالی ښیي.

په افغانستان کې د طالبانو د راتګ څخه وروسته چې پوره یو کال کیږي، د بهرنیو مرستو بندیدو یا کمیدو له کبله آن پدې هیواد کې د بریښنا، روغتیا، او پوهنې په شان اساسي خدمات هم ټکني شوي. انفلاسیون ډیر شوی او د شیانو بیعې دومره لوړې شوې چې ډیری افغانان حتی نشي کولی عادي شیان وپیري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکي خبریالانو ته دا هم وویل چې افغانان د پایښت لپاره په وړتیا او استقامت کې نوم لري خو تر څنګ یې دا هم په افغانستان کې د منفي تګلارو مقابله کول د پخوا راهیسې جدي دي. تاسو خلک وینئ چې د بدن غړي پلوري. تاسو خلک وینئ چې خپل اولادونه پلوري".

په افغانستان کې د سیاسي بحران تر څنګ د طالبانو د راتګ څخه وروسته یوه قوي زلزله وشوه او څو ځله سیلابونه هم راغلل چې خلکو ته یې ګڼ شمیر مالي او ځاني زیانونه ورسول.

په هیواد کې د وچکالۍ تر څنګ بزګران وایي چې د کیمیاوي سرې او حشراتو د وژلو د درملو د جدي کمښت سره مخ دي او داسې بیمارۍ هم پیدا شوي چې د حیواناتو وژل کیدو سبب کیږي.

ښاغلي اکبروف وویل که مرسته ونشي دا ډول وضعیت به په افغانستان کې بیا بیا ولیدل شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونو ګوتریش څو ځله غږ کړی چې د افغانستان د مرکزي بانک شتمني چې متحده ایالاتو کنګل کړې، خوشې شي خو متحده ایالاتو تازه پریکړه کړې چې په کابل کې د القاعده د شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کیدو له کبله دا پیسې نه خوشې کوي او د طالبانو سره یې پدې هکله خبرې هم ځنډولي دي.

د دې اندیښنو سربیره چې ښایي مرسته شوې پیسې د طالبانو لاسته ورشي، نړیوالو مرسته کوونکو هیوادونو ملګرو ملتونو ته ۱.۸ ملیارده ډالر د افغانستان سره د مرستې په خاطر ورکړي.

XS
SM
MD
LG