د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې سوتغذیه تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلې


ملګري ملتونه وایي چې په افغانستان کې ١٧ ميليون کسان له سختې لوږې سره مخ دي.
ملګري ملتونه وایي چې په افغانستان کې ١٧ ميليون کسان له سختې لوږې سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام چارواکي وایي چې په افغاستان کې د سوتغذیې اندازه په بې ساري توګه لوړه شوې او د دې هیواد نیمایي وګړي د ټول کال په اوږدو کې د شدیدې لوږې سره مخ دي.

په کابل کې د ډبلیو ایف پي یو ویاند فلیف کروپف وویل چې په افغانستان کې خلک نه پوهیږي چې د بل وخت لپاره خواړه له کومه کړي.

هغه زیاته کړه، "د کال په هر فصل کې د افغانستان د وګړو نیمایي د شدیدې لوږې سره مخ دي. اوه ملیونه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کالونو ټیټ دي او میندې یې د خوار ځواکۍ سره مخ دي".

په افغانستان کې د څو کالونو وچکالۍ وروسته خلک د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د خوراکي موادو د کمښت سره مخ و خو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې چې طالبانو یو ځل بیا په افغانستان کې واک تر لاسه کړ او بهرنۍ مرستې بندې شوې، میلونونه افغان وګړي د لوږې سره مخ شول.

له یوې خوا د دې ډلې په ځینو مشرانو بندیزونه، له بلې خوا د بانکونو د لارې د پیسو د لیږد بندیدل او د افغانستان د مرکزي بانک ملیاردونه ډالر شتمني کنګل کیدل هغه څه دي چې د پیسو نړیوالو ادارو ته یې د افغانستان لاسرسی بند کړی او اقتصاد یې له پښو غورځولی.

د نړۍ هیڅ یو هیواد یا ادارې تر اوسه د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

سره لدې چې د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام په ګډون ځینې خیریه ادارې په افغانستان کې د خوراک، تعلیم او روغتیا په برخې کې د مرستو تر څنګ خلکو ته نغدې پیسې، د سون مواد او تودې جامې ورکوي خو نړیوالې ادارې وایي د مرستو چارې یې په شدیده توګه وروسته تر هغه زیانمنې شوې چې طالبانو په ملي او نړیوالو غیر دولتي مؤسسو کې د میرمنو په کار بندیز ولګاوه.

د خوراک د نړیوال پروګرام ویاند وایي چې د طالبانو دا بندیز په افغانستان کې تر ټولو په ناوړه وخت کې ولګول شو ځکه چې پدې هیواد کې "خلک او آن بسته ټولنې پدې نه پوهیږي چې د بل وخت خواړه به له کومه کوي".

په مؤسسو کې د طالبانو لخوا د میرمنو په کار د بندیز څخه وروسته په افغانستان کې نولس غیر دولتي مؤسسو چې د ډبلیو ایف پي سره یې په چارو کې همکاري کوله، خپل فعالیتونه وځنډول.

د دې بندیز له کبله همدارنګه د ۴۳۷ ګرځنده کلینیکونو څخه ۱۱۵ یې تړل شوي چې نږدې د ۸۲ زرو ماشومانو، امیندوارو میرمنو او شیدې ورکوونکو میرمنو په روغتیایي حالت یې اغیز کړی.

په ملګرو ملتونو کې تر ټولو جګپوړې میرمنې آمنه محمد هم ویلي چې کابل ته پخپل تازه رسمي سفر کې یې "هر څه چې په وس کې و"، د طالب چارواکو سره په ملاقاتونو کې یې هغوي دیته هڅول چې د میرمنو د حقونو په هکله خپل بندیزونه لیرې کړي.

میرمن محمد همدارنګه د اسلامي نړۍ څخه وغوښتل چې د طالبانو سره مرسته وکړي چې "د ۱۳ مې پیړۍ څخه ۲۱ مې پیړۍ ته راشي".

په عین حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، افغانستان له بېساري بشري بحران سره مخ دى.

دې ادارې پخپل تازه راپور کې ويلي چې په افغانستان کې ١٧ ميليون کسان له سختې لوږې سره مخ دي٠

د دغه راپور په اساس تېر کال د افغانستان نفوس له ۴۳ ميليون تنو څخه اوښتى و او د نفوس وده يې په کال کې ۲.۳ سلنه ده چې په سيمه کې تر ټولو لوړ رقم دى٠

اوچا ويلي چې په روان ميلادي کال کې به د افغانستان ۲۸.۳ ميليونه کسان چې (د افغانستان دوه پر درېيمه برخه نفوس) د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتيا ولري، ځکه دغه هيواد څو کاله پرله پسې وچکالۍ ځپلی او د دوو کلونـو راهيسى له سخت اقتصادي زوال سره مخ دى٠

په راپور کې ويل شوي: "له دې ډلې ۱۴.۷ ميليون کسان سخت اړ دي٠ په ټوله کې ۶.۴ ميليون ښځې او ۱۵.۲ ميليون ماشومان دي٠ ۶.۱ ميليون په ښارونو او ۲۲.۲ په اطرافو کې ژوند کوي او د ټولو ۱۵ سلنه کورنيو څخه لږ تر لږه يو تن يې معلول دى٠"

اوچا ويلي چې د بشري مرستو بندېدو، د شتمنيو کنګل کېدو له امله د افغانستان اقتصادي بحران پراخ دى.

XS
SM
MD
LG