د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې له هرو ۱۰ ماشومانو یو یې له خوارځواکۍ سره مخ دی

د ماشومانو د ژغورنې اداره یا سیف د چلډرن وايي، په افغانستان کې د بشري مرستو د بودجې د کمېدو له امله نږدې ۶۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه مخ په زیاتېدو ده.

دغې ادارې د پنجشنبې په ورځ، د اګست ۱۳، په یوې اعلامیې کې ویلي چې په افغانستان کې له هرو لسو ماشومانو څخه شاوخوا یو یې له حادې خوارځواکۍ سره مخ دی.

اداره وايي، د روغتیايي خدمتونو د کمېدو اغېز په ځانګړي ډول په لیرې پرتو سیمو کې ډېر دی.

د ماشومانو د ژغورنې ادارې په وینا، د افغانستان د روغتیايي او بشري مرستو د اړتیاوو د زیاتېدو پر مهال د تمویل کمښت د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې جدي ستونزې رامنځته کړې دي. د دې ادارې د افغانستان مشر اشیش ډمل وايي، شدیده لوږه، له پاکستان او ایران څخه د افغانانو بېرته ستنېدل، پراخ داخلي بې‌ځایه کېدل او د وچکالۍ څلورم پرله‌پسې کال محدودې سرچینې تر سخت فشار لاندې راوستي دي.

دا وضعیت داسې مهال رامنځته شوی چې د ماشومانو د ژغورنې ادارې د مارچ په یوه ارزونه کې ویلي وو چې په وچکالۍ ځپلو شمالي ولایتونو کې شاوخوا ۹ میلیونه ماشومان، یعنې په هرو دریو ماشومانو کې یو، له سختې لوږې سره مخ دي او شاوخوا ۳.۷ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان له حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.

دغه اداره له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان لپاره د بشري مرستو تمویل زیات کړي، څو روغتیايي مرکزونه فعال پاتې شي او له خوارځواکۍ سره د مخ ماشومانو او نورو زیان‌منو کورنیو ته د ژوند ژغورنې خدمات ورسېږي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG