د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: روسي ځواکونو په اوکراین کې جنګي جنایتونه کړي


د ملګرو ملتونو تحقیق کوونکي وایي داسې نښې نښانې شته چې پکې ښودل کیږي روسي ځواکونو په اوکراین کې په جګړې کې جنګي جنایتونه کړیدي.

د اوکراین په هکله د ملګرو ملتونو د تحقیقاتو ځانګړي نړیوال کمیسیون خپل راپور جمعه سپټمبر ۲۳ (تلې۱) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړ.

دې کمیسیون په اوکراین کې د فبروري څخه د مارچ تر میاشتې پورې د جګړې په هکله راپورونه راټول کړیدي.

دې ادارې ویلي چې د چاودیدونکو موادو څخه په غیر قانوني توګه کار اخیستو، د ملکیانو د اوسیدو پر ځایونو بریدونه، شکنجې او د جنس پر اساس د زور زیاتي په هکله یې د بشري حقونو څخه د ګڼ شمیر سرغړاونو په هکله اسناد راټول کړیدي.

د دې کمیسیون مشر اریک میسي د راپور وړاندې کولو پر وخت وویل چې د روسیې لخوا د چاودیدونکو موادو څخه په غیر قانوني توګه ګټې اخیستو سره ملکیانو ته ډیر کړاو رسیدلی او ډیری کسان چې د ملګرو ملتونو څارونکو یې مړینه ثبت کړې، د همدې وسلو د استعمال له کبله مړه شویدي.

ښاغلي میسي همدرانګه وویل چې د اوکراین په ۱۶ ښارونو کې د روسي ځواکونو لخوا د ګڼ شمیر خلکو د اعدام کیدو په هکله یې هم بوږنوونکي راپورونه تر لاسه کړي.

هغه زیاته کړه، " د مړیو په بدنونو کې د اعدام ښکاره نښې نښانې لیدل کیدې. د بیلګې په توګه د هغوي لاسونه شا ته تړل شوي و، یا په سرونو په ډزو ویشتل شوي و او د ځینو څخه سرونه پرې شویدي. "

د ملګرو ملتونو تحقیق کوونکي وایي چې د دې راپور د جوړولو لپاره یې د ۱۵۰ عیني شاهدانو او قربانیانو سره مرکې کړیدي.

ښاغلی میسي وایي عیني شاهدانو چې د توقیف پر وخت د ناوړه کړنو او شکنجې په هکله کوم معلومات ورکړي، تقریباً ټول یې یو شان و.

ځینو کسانو تحقیق کوونکو ته ویلوي چې د اوکراین څخه د روسیې فدارسیون ته زندانونو ته استول شوي او هلته وهل شوي ډبول شوي، برقي شاټونه ورکړل شوي او نورې سرغړاونې شویدي.

په راپور کې همدرانګه ویل شوي چې د داسې قضیو په هکله یې هم اسناد تر لاسه کړي چې روسي ځواکونو په کم عمرو ماشومانو جنسي تیري کړي، شکنجه کړي یې دي او یا یې په غیر قانوني توګه بندي کړي.

ملګري ملتونه همدرانګه وایي چې د چاودیدونکو وسلو په بریدونو کې ماشومان هم وژل شوي.

په همدې حال کې د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت یو جګپوړي استازي ویلي کوم جنایتونه چې د روسیې ځواکونو کړي باید سزا ورته ورکړل شي. دې وزارت د یوې ځانګړې محکمې د جوړیدو غوښتنه کړې چې په اوکراین کې د روسي ځواکونو لخوا د جنګي جنایتونو په هکله تحقیقات وکړي.

XS
SM
MD
LG