د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې د نجونو او میرمنو وضعیت د جدي اندیښنې وړ دی


په افغانستان کې میرمنې وایي چې د خپلو حقونو اخیستو لپاره به مبارزه جاري ساتي.
په افغانستان کې میرمنې وایي چې د خپلو حقونو اخیستو لپاره به مبارزه جاري ساتي.

د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو مشرې افغانستان ته د خپل درې وځني سفر په پای کې ویلي چې د میرمنو او نجونو د وضعیت په هکله جدي اندیښنه شته ده.

میرمن روزمیري ډي کارلو ویلي چې د طالبانو د استازو سره یې د ټولشموله حکومت، د بشري حقونو په مکلفیتونو او د ترهګرۍ سره په مبارزې کې د قاطع همکارۍ په ګډون په ګن شمیر موضوعاتو خبرې کړي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک په یوې اعلامیې کې نن جمعه ډسمبر ۱۰ (لیندۍ۲۰) ویلي چې میرمن ډي کارلو د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي او مولوي عبدالکبیر سره په ملاقات کې ددې ډاډ د ورکولو په اهمیت ټینګار وکړ چې "ټولې افغان میرمنې، نجونې، ځوانان، مذهبي او قومي اقلیتونه وکړی شي په حکومتدارۍ او د ژوندانه په عامه چارو کې برخه ولري".

د ملګرو ملتونو په اعلامیې کې ویل شوي چې په افغانستان کې د میرمنو او نجونو د وضعیت په هکله جدي اندیښنه شته.

په اعلامیې کې د میرمن روزي په حوالې راغلی، "ما پخپل دې سفر کې یو ځل بیا واوریدل چې د افغانستان نجونې او میرمنې غواړي وکړی شي ښوونځي ته ولاړې شي، کار وکړی شي او د توپیر پرته د ژوندانه په عامه چارو کې برخه ولري".

د ملګرو ملتونو دې جګپوړې چارواکې ویلي کوم پرمختګ چې پدې برخې کې شوی باید له منځه ولاړ نشي.

سره لدې چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخند د میرمنو د حقونو په هکله په تازه فرمان کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د نجونو جبري ودونه منع کړل خو په کابل کې د میرمنو د حقونو فعالین دا اقدام کافي نه بولي او وایي چې د تعلیم، کار کولو او د افغانستان په سیاسي او ټولنیز ژوند کې د برخې اخیستو لپاره د خپلو حقونو لپاره مبارزه روانه ساتي.

طالبانو په لومړي سر کې د میرمنو په برخې کې د زغم او د قومي اقلیتونو تر څنګ میرمنو ته په حکومت کې د برخې ورکولو ژمنه کړې وه خو د هغوي په سرپرستې کابینه کې تر اوسه هیڅ یوه میرمن نده شامله چې د نړیوالې ټولنې د اندیښنې سبب شوې.

په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو مشرې روزمي ډي کارلو افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان د سیاسي اشخاصو تر څنګ د میرمنو او مدني ټولنې د استازو سره هم کتلي او د همکارۍ او مرستې ډاډ یې ورکړی.

میرمن ډي کارلو ویلی چې "ملګري ملتونه په افغانستان کې د ۱۹۴۹ کال راپدیخوا حضور لري او لکه څنګه چې په روان کړکیچ کې وښودل شوه مونږ د افغان ولس د پریښودو نیت نلرو".

XS
SM
MD
LG