د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو افغانستان کې د پراختیایي مرستو بیا پیل کیدو غوښتنه وکړله


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د څانګې مشر مارټن ګریفیش د نړۍ په هیوادونو غږ کړی چې په افغانستان لپاره پراختیایي مرستې بیا پيل کړي ځکه چې دا هیواد د داسې اقتصادي او بشري ناورین سره مخ دی چې ورځ په ورځې مخ په خرابیدو دی.

افغانستان د پخوا راهیسې د بهرنیو هیوادونو په پراختیایي مرستو اتکا درلوده خو تیر کال چې طالبان واک ته ورسیدل دا مرستې بندې شوې ځکه چې نړیواله ټولنه د طالبانو څخه غواړي د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه د میرمنو او نجونو د حقونو درناوی وکړي او هغوي دې کار او تعلیم ته پریښودل شي.

ښاغلي ګریفیش د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل، " نیستي په ډیریدو ده او د وګړو شمیر مخ په زیاتیدو دی. اوسني چارواکي پخپلې راتلونکې کې د پانګې اچولو لپاره هیڅ ډول بودجه نلري. مونږ ته ښکاره ده چې ځیني پراختیایي ملاتړ باید د سره پیل شي".

د ملګرو ملتونو دې چارواکي وویل چې د افغانستان د ۳۹ ملیونو وګړو څخه څه باندې نیمایي یې بشري مرستو ته اړتیاوې لري او شپږ ملیونه یې د قحطۍ د خطر سره مخ دي.

ښاغلي ګریفیش زیاته کړه چې څه باندې یو ملیون ماشومان په افغانستان کې د داسې شدیدې سوی تعذیې سره مخ دي چې د هغوي ژوند په خطر کې اچولی شي او که په سمه توګه یې درملنه ونشي، ښایي چې دا ماشومان مړه شي.

هغه زیاته کړه، "د افغانستان اوسني چارواکي هم باید خپله برخه کار وکړي. د بشري مرستونو ښځینه کار کوونکو ته باید د خنډ پرته او په خوندي توګه د کار کولو اجازه ورکړل شي".

د ملګرو ملتونو دې چارواکي یو ځل بیا په طالبانو غږ وکړ چې نجونو ته د تعلیم کولو اجازه ورکړي.

طالبان څه باندې ۱ کال کیږي چې په افغانستان کې واک ته رسیدلی خو لا هم تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند دي او د دې ډلې حکومت تر اوسه د نړۍ هیڅ یو هیواد یا ادارې په رسمیت ندی پيژندلی.

په افغانستان کې د بشري مرستو په مخ کې بله غټه ستونزه په طالبانو نړیوال بندیزونه دي.

ملګري ملتونه او نورې خیریه مؤسسې وایي چې د همدې بندیزونو له کبله په افغانستان کې د بشري مرستو فعالیتونه د خنډ سره مخ کوي.

نړیوال بانکونه هم ویره لري چې د دې بندیزونو څخه سرغړاونې ونکړي او ملګري ملتونه او نورې ادارې په خورا سختۍ افغانستان ته نغدې پیسې لیږدوي.

د ملګرو ملتونو دې چارواکي امنیت شورا ته پخپلو خبرو کې وویل چې بشري مرسته کوونکو په تیر یو کال کې په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو لپاره څه باندې ۱ ملیارد نغد ډالر راوړي خو د بانکي او نغدو پیسو د بحران له کبله نه یوازې د افغانانو د ورځني ژوند چارې بلکې د مرستو رسول هم ستوزمن شوي.

ملګري ملتونه کوښښ کوي د "بشري تبادلې آسانتیا" په نامه یو پروګرام پیل کړي چې له مخې به یې ملیونونه ډالر په افغانیو بدل شي او له یوې خوا به د مرستو او اقتصادي بحران چاره پرې وشي او له بلې خوا به دا پیسې د طالبانو مشرانو ته په لاس ورنشي.

XS
SM
MD
LG