د لاس رسي وړ اتصالات

د ملگرو ملتونو مشر: د افغانستان شخړه پوځي حل لاره نه لري


دا د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه د ښاغلي انټونیو لومړنی سفر دی چې افغانستان ته یې کړی دی
دا د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه د ښاغلي انټونیو لومړنی سفر دی چې افغانستان ته یې کړی دی

د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوټیرش چې په یو ناڅاپي سفر کابل ته رسیدلی وایي د افغانستان شخړه پوځي حل لاره نه لري.

دا د ملگرو ملتونو د عمومي منشي په توگه افغانستان ته د ښاغلي گوټیرش لومړنی سفر دی. هغه په داسې حال کې هغه هیواد ته تللی چې افغانستان په کورنيو ناخوالیو بوخت دی، یاغیانو د هیواد په گوټ گوټ کې پرمختگ کړی او نړیوال پوځي ایتلاف دې هیواد ته د نورو سرتیرو د استولو په پلانونو غور کوي.

ښاغلی گوټیرش چې دمخه د ملگرو ملتونو د مهاجرو د چارو عالي کمیشنر و، په افغانستان کې د یو کال په ترڅ کې د ١٢٦ زرو کسانو بېځایه کیدو ته په اشارې وویل چې سوله د ستونزو د حل یواځنۍ لار ده.

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انټونیو ګوټیرش په یوه ناڅاپي سفر نن سهار د افغانستان پلازمینې کابل ته ورسید.

ټاکل شوې چې په کابل کې د ښاغلي گوټیرش د یو ورځیني سفر په ترڅ کې به هغه له افغان چارواکواو نړیوالې ټولنې له استازو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي " کابل ته له افغان حکومت او خلکو سره د خبرو لپاره ورسېدم، ملګري ملتونه د افغانستان د تاوتریخوالي ډکپه دې سخت وضعیت کې د افغانانو په خوا کې ولاړ دي".

افغانستان ته د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یوناما هم په خپل فیسبوک پاڼه کې کابل ته د ښاغلي انټونیود سفر په اړه د د یوناما د رئیس تدامیچي یاماموتو،له خولې لیکلي چې کابل ته د نوموړي سفر له افغانانو سره د ملګرو ملتونو د پیوستون او ژمن پاتې کیدو ښکارندويي کوي.

ښاغلي یاماموتو ویلي "د ښاغلي ګویترس سفر له افغانانو سره د ملګرو ملتونو د پیوستون او داسې مهال چې افغانستان له ګڼو ننګونو سره مخامخ دی، د ژمن پاتې کیدو ښکارندویې کوي. ملګري ملتونه د افغانانو په مشری د سولې د بهیر ملاتړ، د هیواد د ډیرو اغیزمنو او یوې خواته پریښودل شوو ټولنو خوندي کولو ته ژمن دي او په دې هڅه کې دي څو د ټولو افغانانو لپاره د یوې سوکاله او با ثباته راتلونکې له یقیني کولو سره مرسته وکړي."

تمه ده چې ښاغلی گوټیرش به د دغه سفر په پای کې نن له غرمې وروسته د رسنیو له استازو سره د خپل سفر د پایلو په اړه خبرې وکړي.

.

XS
SM
MD
LG