د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د څوکۍ نوماندانو ددغه سازمان په اصلاحاتو ټنیګار کړی

 له کیڼ اړخه - د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ د چارو مشره ربیکا ګراینسپان، د سینیګال پخوانی ولسمشر مکي سال، د چیلي پخوانۍ ولسمشره میشل بشلیت او د ملګرو ملتونو د اټومي ادارې مشر رافایال ګروسي
له کیڼ اړخه - د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ د چارو مشره ربیکا ګراینسپان، د سینیګال پخوانی ولسمشر مکي سال، د چیلي پخوانۍ ولسمشره میشل بشلیت او د ملګرو ملتونو د اټومي ادارې مشر رافایال ګروسي

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي څوکۍ ته څلورو نوماندانو د غړو هېوادونو سره پخپلو پلانونو خبرې کړې دي. په دې اونۍ کې یو مشترک بحث پدې اړه دا و چې څنګه په ملګرو ملتونو کې اصلاحات راوستل شي او دغه سازمان لاپسې اغېزناک شي.

د نوماندانو لپاره په نیویارک کې د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو کې یوه استعماعیه غونډه جوړه شوې وه.

د چیلي پخوانۍ ولسمشرې مېشل بشلېټ وویل چې ملګري ملتونه باید د خپل اعتبار د په ځای کولو لپاره کار وکړي او تمرکز یې په "واقعي، دومدارو او د تائید وړ پایلو" وي.

هغې وویل چې اصلي پیغام یې په نړۍ کې د "هیلې لپاره عاجله اړتیا" ده.

ارجنټایني رافایل ګروسي چې د ملګرو ملتونو د نړیوالې اټومي انرژۍ د سازمان مشري په غاړه لري د تعیناتو د بهیر پر ارزښت ټینګار وکړ ویې ویل "پدې وخت کې زموږ د سازمان په اړه پراخ او لوي شکونه شته."

ده وویل ملګري ملتونه د پیغام خپرولو لپاره رامنځته شوي نه دي بلکې موخه یي "په میدان کې د ستونزو هوارول دي>

د کاستاریکا د ولسمشر پخوانۍ مرستیالې او د ملګرو ملتوو د سوداګرۍ او پرمختیا د څانګې مشرې ربېکا ګېنسپن سوله خپل لومړیتوب وباله ویې چې د " شخړې له رسېدو مخکې به عمل وکړي."

مېرمن ګېنسپن وویل چې د هغو خلکو خبرو ته یې غوږ نیولی چې غواړي ملګري ملتونه اغېزناک، ګټور، ځواب ویونکي او حسابي وي.”

د سېنیګال پخوانی ولسمشر په خپل نوبت وویل چې دی به په ملګرو ملتونو کې "د اعتماد د اعادې لپاره" کار وکړي څو یو ځل بیا ټولو ته رسیدګي وشي.

ده ویلي چې د سازمان پرمخ بیولو ته لیواله دی.

د ملګرو ملتونو راتلونکی عمومي منشي د همدې کال په پاي کې د پنځو کالو کاري دورې لپاره انتخاب کېږي. نوی کس د اوسني عمومي منشي انتونیو ګوتېرش ځای ونیسي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG