د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش د افغانستان د امنیتي او بشري وضعیت په اړه په یو راپوړ کې ویلي چې د تیر ۲۰۲۴ کال د نومبر د میاشتې د پیل څخه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ د میاشتې تر پایه په دغه هیواد کې په امنیتي پیښو کې لږ تر لږه ۸۱ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په دې راپور کې د ۲۰۲۴ کال د نومبر، ډسمبر او د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ د میاشتې اړوند پیښو او مسایلو ته ځای ورکړی دی. دا راپور د پنجشنبې په ورځ مارچ شپږم ( کب ۱۶) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د راروانې دوشنبې په ورځ د افغانستان د وضعیت د ارزونې د غونډې دمخه خپور شوی دی.
په دې راپور کې امنیتي پیښې، ملکي تلفات، د پخواني رژیم د کارکوونکو د وژلو او نیولو پیښو، د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو باندې محدودیتونو او د افغانستان او پاکستان د سرحد په اوږدو کې جګړو اړوند پیښو ته ځای ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ددې راپور پر اساس په دغه موده کې ۳۷ سړي، ۸ ښځې، ۱۸ نجونې، ۱۸ هلکان وژل شوي او د ښځو، نجونو او ماشومانو په ګډون لږ ترلږه ۱۱۱ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
په راپور کې د بغلان ولایت د نهرین په ولسوالۍ کې په یو زیات کې د وسله والو کسانو برید چې له امله یې ۱۱ کسان ووژل شو هم اشاره شوې ده. دا پیښه د تیر ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۲۱ پیښه شوې وه، چې مسوولیت یې د اسلامي دولت د خراسان څانګې داعش په غاړه اخیستی وو.
همداشان په دې راپور کې په کابل کې د ډسمبر په میاشت کې د طالبانو د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت په ودانۍ کې ځانمرګي برید ته چې په کې ددغه وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني د څو نورو طالب چارواکو سره ووژل شو هم اشاره کړې ده. ددې برید مسوولیت هم داعش پر غاړه اخیستی وو.
په دې راپوړ کې ویل شوي چې د راپور د چمتو کولو په موده کې په ځینو ولایتونو کې د جګړو څخه د پاتې شویو چاودیدونکو توکو په چاودنو کې لږ تر لږه د نجونو او هلکانو په ګډون نهه تنه مړه شوي دي. ملګرو ملتونو د عمومي منشي په راپور کې ویل شوي چې همداشان په دغه موده کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ کسان نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د مخالفو وسله والو بریدونه
د ملګرو ملتونو عمومي منشي په راپور کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مخالفو وسله والو ډلو بریدونو ته هم اشاره شوې او ویلي دي چې په دغه موده کې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت ملي جبهې او د یاسین ضیا په مشرۍ د افغانستان د ازادۍ جبهې په کابل او یو شمیر ولایتونو کې د طالبانو پر وړاندې لسګونه بریدونه ترسره کړي دي.
ددې راپور پراساس د دریو میاشتو په موده کې د طالبانو پر اهدافو باندې ۹۱ بریدونه ترسره شوي دي. ددې راپور پایلې ښيي چې د مقاومت ملي جبهې د ۵۳ بریدونو او د افغانستان د ازادۍ جبهې د ۲۱ بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
ملګرو ملتونو ویلي چې په دغه موده کې د ۱۵ نورو بریدونو مسوولیت لا تراوسه هیڅ کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
د افغانستان د پخواني رژیم د پوځیانو د وژلو او نیولو دوام
ملګرو ملتونو ویلي چې د تیر ۲۰۲۴ کال د نومبر د لومړۍ ورځې څخه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ ترپایه پورې یې د افغانستان د پخواني رژیم د امنیتي منسوبینو د قتل، خپل سر نیونو او شکنجې ۴۰ پیښې ثبت کړي دي. په دې راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د مشر د عمومي بخښنې سره سره طالبانو د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو یو غړی وژلی دی. ملګرو ملتونو ویلي چې په دغه موده کې یې یوازې د یو پخواني امنیتي منسوب د وژنې پیښه مستنده کړې ده.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي په دې راپور کې ویلي چې په دغه موده کې طالبانو په خپل سر ډول ۳۷ کسان نیولي او ۱۸ کسان نوریې شکنجه کړي دي. ملګرو ملتونو ویلي چې طالبانو د بشري حقونو څخه سرغړونو ته دوام ورکړی دی.
د سرحد په اوږدو کې نښتې
د ملګرو ملتونو موندنې ښيي چې د تیر ۲۰۲۴ کال د نومبر د میاشتې د پیل راهیسې د روان کال د جنورۍ د میاشتې ترپایه لږ ترلږه د طالبانو سرحدي ځواکونو د پاکستاني سرحدي ځواکونو سره د ډیورنډ د کرښې په اږدو کې نښتې کړي دي.
ددغه راپوړر پر اساس په دغو نښتو کې تر ډیره د درنووسلو څخه کار اخیستل شوی، چې له امله یې ملکي وګړو ته هم زیان رسیدلی دی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي په دې راپور کې ویلي چې د افغانستان د پکتیکا ولایت د برمل پر ولسوالۍ باندې د پاکستان د هوايي ځواکونو د برید وروسته د طالبانواو د پاکستاني ځواکونوترمنځ څو ځلې نښتې شوي دي. په دې راپور کې ویل شوي ددغو نښتو ډیرې یې د تیر ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په وروستیو کې د خوست ولایت د علي شیرپه ولسوالۍ اود پکتیا ولایت د ډنډ پټان په ولسوالۍ اړوند سیمو کې شوي دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي په هرو دریو میاشتو کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه دامنیت شورا ته راپور وړاندې کوي. د طالبانو حکومت تراوسه د ملګرو ملتونو عمومي منشي دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو طالبانو ددې وړاندې دغسې راپورونه چې د نړیوالو ادارو له خوا چمتو کیږي ددغې ډلې د حکومت پرخلاف د تبلیغاتو د کمپاین یوه برخه ګڼلې وه او هغه یې رد کړي وو.
فورم \ دبحث خونه