د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت ځانګړې غونډه کوي

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جون په اتمه نېټه غونډه وکړي ترڅو د افغانستان اوسنی وضعیت وڅېړي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي، یوناما فعالیتونه وارزوي.

د یوناما د معلوماتو له مخې، د امنیت شورا غړي به په افغانستان کې وروستي سیاسي، بشري او امنیتي پرمختګونه وارزوي او د ملګرو ملتونو د ماموریت د راتلونکي مسیر په اړه به هم بحث وکړي.

دا غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې تمه ده د روانې میاشتې په وروستیو کې د یوناما ماموریت یو ځل بیا وغځول شي. د امنیت شورا غړي به د دې ماموریت د دوام په اړه پرېکړه وکړي مخکې لدې چې ددې ادارې د لومړیتوبونو او مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان په اړه د امنیت شورا وروستۍ غونډه د مارچ په میاشت کې جوړه شوې وه.

په هغې غونډه کې د ملګرو ملتونو لوړپوړو چارواکو د طالبانو له خوا پر لګول شویو محدودیتونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونو، اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې وو چې دا محدودیتونه د افغانستان پر ټولنیز او اقتصادي پرمختګ منفي اغېزې لري.

د ملګرو ملتونو استازو همدارنګه د بشري وضعیت د لا خرابېدو او د مرستندویه فعالیتونو لپاره د نړیوالې مالي مرستې د کمېدو په اړه خبرداری ورکړی و. هغوی ویلي وو چې لا هم میلیونونه افغانان د بشري مرستو محتاج دي، او د نړیوال ملاتړ دوام ته جدي اړتیا لري.

تمه کېږي چې راتلونکې غونډه به د امنیت شورا غړو ته فرصت برابر کړي څو د افغانستان اوسني ننګونې وارزوي او په راتلونکو میاشتو کې د افغانستان د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د رول په اړه بحث وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG