د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه په افغانستان کې د یوناما د ماموریت ارزونه کوي


د یوناما د ستراتیژیکې ارزونې نتایج به د ۲۰۱۷ کال د جولای میاشتې په لومړیو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وسپارل شي.
د یوناما د ستراتیژیکې ارزونې نتایج به د ۲۰۱۷ کال د جولای میاشتې په لومړیو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وسپارل شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال یان کوبیش، د امنیت شورا د غوښتنې پر بنسټ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (UNAMA) د کارونو د ستراتیژیکې ارزونې لپاره، نن کابل ته سفر کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي په یو بیان کې ویلي، چې ښاغلي یان کوبیش تیره میاشت د یوې اونۍ لپاره په کابل کې و او له ګڼو کورنیو او نړیوالو اړخونو سره یې د یوناما د ماموریت د څرنګوالي په اړه لیدنې کړي او ټاکل شوې چې نوموړی د دې دوه ورځني سفر پر مهال د افغانستان د ولسمشر په ګډون له یو شمیر نورو چارواکو سره تعقیبي لیدنې وکړي.

په بیان کې راغلي، چې د دغې ستراتیژیکې ارزونې نتایج به د ۲۰۱۷ کال د جولای میاشتې په لومړیو کې د امنیت شورا ته وسپارل شي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په روان عیسوي کال کې، د یو پریکړه لیک په صادرولو، په افغانستان کې د یوناما د ماموریت دندې، لومړیتوبونه او اړوندې سرچینې د ارزولو اود دغې ادارې د ماموریت د ګټو او اغزمنتیا د جاج اخیستلو غوښتنه کړې.

یوناما د ۲۰۰۲ کال په مارچ میاشت کې د افغانستان د دولت له غوښتنې وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۴۰۱ پریکړه په صادرولو سره په افغانستان کې په فعالیت پیل وکړ.

یوناما چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولی په توګه فعالیت کوي، د ښې حکومتولۍ، د سولې او پخلاینې، بشري حقونو، د ملکیانو د خوندیتوب او سیمه‌يیزو همکاریو په برخو کې د افغانستان له دولت سره مرسته او ملاتړ یې کوي.

XS
SM
MD
LG