بریتانیا چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نوبتي مشره ده، وايي چې د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۱۳ (سرطان ۲۲) به د شمالي کوریا له لوري دلویو وچو ترمنځ واټن وېشتونکي [بین القاره يي] بالستیک میزایل د ازمایلو په اړه علني بحث کوي.
متحدو ایالتونو، البانیا، فرانسې، جاپان، مالتا او بریتانیا د دغه بحث غوښتنه کړې وه.
شمالي کوریا د چهارشنبې په ورځ د خپلو شرقي سواحلو څخه بین القاره يي بالستیک میزایل وتوغوه. متحدو ایالتونو، جنوبي کوریا او جاپان دا کار غندلی.
جاپاني چارواکو ویلي دي چې دغه میزایل په ۷۰ دقیقو کې په ۶۰۰۰ کیلو میتر ارتفاع کې ۱۰۰۰ کیلو میتر واټن وواهه. دا د شمالي کوریا د بالستیک میزایل تر ټولو اوږد پرواز دی.
خو د شمالي کوریا رسمي رسنۍ (KCNA) راپور ورکړی دی، چې د هواسونګ-۱۸ میزایل د جامد سونګ موادو څخه په استفادې په ۶۶۴۷ کیلو میتر ارتفاع کې ۱۰۰۱ کیلو میتر واټن وواهه او بیا د جاپان په اوبو کې پریوته.
د اپریل په میاشت کې په شمالي کوریا کې د دا ډول میزایلو د توغولو راپورونه خپاره شوي وو.
د شمالي کوریا د دغې رسنۍ د راپور په اساس، د دغه هېواد مشر کیم جونګ اون په لارښوونې دا نوی میزایل وتوغول شو او چاودنه یې دومره قوي وه چې «د ځمکې کره یې ولړزوله».
کیم جونګ اون ویلي دي تر څو پورې چې امریکا او جنوبي کوریا د شمالي کوریا په اړه خپله تګلاره بدله نکړي، قوي پوځي فعالیتونه به یې روان وي.
د شمالي کوریا او جنوبي کوریا ترمنځ روابط تر ټولو ټېټې کچې ته رسېدلي او ترمنځ یې دپلوماسي هم درېدلې ده.
دشمالي کوریا د میزایل له ازمایلو وروسته سیول او واشنګټن خپلي پوځي همکارۍ زیاتې کړي او ژمنه یې کړې که پیونګ یانګ د شمالي کوریا د متحدینو په ضد له اتومي وسلو څخه کار واخیست، اتومي ځواب به ورکړل شي او د دغه هېواد اوسنی حکومت به ختم شي.