د لاس رسي وړ اتصالات

د امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کوي


ټاکل شوې چې د ملګروملتونو د امنیت شورا به د چهارشنبې د ورځې په سهار د ډسمبر۲۰(لیندۍ۲۹) د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره غونډه وکړي.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ټاکل شوې د دې غونډې په یوه برخه کې به د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزوا اوتنبایوا د امنیت شورا غړو ته د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات ورکړي.

دا په روان ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستۍ غونډه ده. ددې دمخه هم د امنیت شورا غړو ددغه هیواد د وضعیت د ارزولو لپاره په بیلابیلو وختونو کې غونډې کړي دي.

ددې غونډې د جوړیدو دمخه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې د دغه سازمان د باور لیکونو د کمېټې پرېکړه تصویب کړې، چې په کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د څوکۍ په اړه د پرېکړې د ځنډولو سپارښتنه شوې ده.

ملګري ملتونه وايي د باور لیکونو کمېټې په دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ په اړه دوه جلا لیکونه ترلاسه کړي‌،‌ چې یو یې د اګست په میاشت کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ د شارژدافیر نصیر احمد فایق له خوا او بل یې د سپټمبر په میاشت کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له لوري ترلاسه کړي دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په پرېکړې کې ویل شوي: "د غونډې ریاست وړاندیز کړی چې د باور لیکونو کمېټه دې د میانمار او افغانستان د باور لیکونو په اړه خپله ارزونه وځنډوي."

دا درییم ځل دی چې د ملګروملتونو عمومي غونډې د طالبانو حکومت ته د افغانستان د څوکۍ د سپارلو پریکړه ځنډوي.

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې دا پریکړه غیر قانوني بللې ده.

د طلوع نیوز د راپور له مخې د قطر په پایتخت دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي چې دا پریکړه غیر قانوني او غیر عادلانه پریکړه ده.

سهیل شاهین ویلي: "دا چي ملګرو ملتونو سازمان بیا دغه څوکۍ اسلامي امارت (طالبانو حکومت) ته ورنه کړه، مونږ د دوی دغه کړنه غیر اصولي، غیرعادلانه او تبعیض ګڼوو چې د دغه نړیوال سازمان حیثیت او اعتبار ته زیان رسوي".

داغونده په داسې حال کې جوړیږي چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د سه شنبې په ورځ ډسمبر۱۹(لیندۍ۲۸) افغانستان لپاره د بریتانیا د شارژدافیر رابرت ډکسن سره په کتنه کې د دغه هیواد د سولې د چارو لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي له خوا د ځانګړي استازي د ټاکلو له وړاندیز سره مخالفت ښودلی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلي ډکسن په دې کتنه کې افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي فریدون هادي سينيرلي اوغلو وروستی راپوریو متوازن راپور بللی دی، خو ښاغلي متقي ددغه راپور له ځینو برخو په ځانګړي ډول په راپور کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو د وړاندیز سره مخالفت ښودلی دی.

ښاغلي تکل وویل: "ده همداراز د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي وروستي راپور زیاتره موارد مثبت وبلل خو هغه د وړانديز هغه برخه له اوسنیو شرایطو سره سم او مناسبه ونه ګڼله چي د افغانستان لپاره دي کوم نوی خاص استازی وټاکل شي."

افغانستان په اړه د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي فریدون هادي سينيرلي اوغلو خپل راپور تیره میاشت ملګرو ملتونو عمومي منشي ته سپارلی دی.

په دې راپور کې په نړیوال سیستم کې د افغانستان ادغام د طالبانو د ادارې له خوا د نړیوالو مسوولیتونو منل او د بین الافغاني ډیالوګ د رامنځ ته کیدو پورې مربوط ګڼل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG