د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو څیړنه: هرو لسو ماشومانو کې یو یې بې مودې پیدا کیږي


په یوې تازه څیړنې کې معلومه شوې چې په نړۍ کې په هرو لسو ماشومانو کې یو یې له ټاکلې مودې یعنې تر ۳۷ اوونیو وړاندې نړۍ ته راځي.

دا څیړنه د روغتیا نړیوال سازمان، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق او د لندن یو پوهنتون په ګډه کړې او نتیجه یې جمعه اکټوبر ۶ (تلې ۱۴) خپره شوې.

په څیړنې کې ويل شوي چې د بې مودې ماشومانو پیدا کیدو له کبله دا ماشومان مري، معیوبیږي او یا په مزمنو ناروغیو اخته کیږي.

پدې څیړنې کې په ټولې نړۍ کې د هغو ماشومانو زیږیدل څیړل شوي چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۲۰ کالونو په منځ کې زیږیدلي دي.

څیړونکو معلومه کړي چې د ۱۳.۴ ملیون ماشومانو څخه چې په ۲۰۲۰ کال کې زیږیدلي، په هرو لسو کې لږ تر لږه یو یې له ټاکلې مودې مخکې پیدا شوی.

پدې څیړنې کې معلومه شوې چې په ۲۰۲۰ کال کې د ټولو زیږیدلو ماشومانو د جملې څخه چې بې مودې پیدا شوي، ۶۵ په سلو کې یې د افریقا لویې وچې او جنوبي آسیا په هیوادونو کې و.

د دې څیړنې له مخې هغه هیوادونه چې تر ټولو ډیر بې مودې ماشومان پکې پیدا شوي، بنګله دیش ۱۶.۲، مالاوي ۱۴.۵ او پاکستان کې ۱۴،۳دي.

سربستان، مالدوا او قزاقستان بیا په نړۍ کې هغه هیوادونه دي چې د دې څیړنې له مخې تر ټولو کم شمیر بې مودې ماشومان پکې زیږیدلي دي. د دې هیوادونو فیصدي په ترتیب سره ۳،۸ ; ۴ او ۴،۷ وه.

د ملګرو ملتونو پدې څیړنې کې همدارنګه ویل شوي چې ټیټ یا د منځنۍ کچې عاید لرونکو هیوادونو پورې د بې مودې ماشومانو پیدا کیدل تړلي ندي ځکه د دې څیړنې له مخې تر ټاکلې مودې وړاندې د ماشومانو پیدا کیدل په غني هیوادونو کې د نورو په پرتله ۱۰ په سلو کې لوړ و.

په یونان کې دا فیصدي ۱۱.۶ او په متحده ایالاتو کې بیا ۱۰ ده.

ملګرو ملتونو همدرانګه ویلي چې په تیرو لسو کالونو کې د نړۍ په هیڅ هیواد کې د بې مودې ماشومانو پیدا کیدو کې د پام وړ کموالی ندی لیدل شوی.

د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو اچ او ویلي چې بې مودې زیږیدنه د ماشومانو د مړینې تر ټولو غټ عامل دی. دې نړیوالې ادارې همدرانګه ویلي هغه ماشومان چې بې مودې پیدا کیږي او ژوندي پاتې شي، په ځوانۍ کې په آسانۍ معیوبیږي، د ودې په برخې کې د ستونزو سره مخ کیږي او په مزمنو ناروغیو اخته کیږي.

ملګرو ملتونو په نړۍ غږ کړی چې د بې مودې ماشومانو پیدا کیدو د مخنیوي لپاره دې پانګونه وکړي او هم دې ډاډ ورکړی چې خلک روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ولري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG