د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو عمومي منشي پر سوریې د خبرو لپاره سویډن ته تللی دی


د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوتیرش او د امنیت شورا سفیران د غیر رسمي کاري غونډو لپاره د شنبې په ورځ [اپریل ۲۱] سویډن ته لاړل.

په ملګرو ملتونو کې د پېرو هېواد استازی او د امنیت شورا مشر ګوستاو میزا-کودرا ویلي چې غونډې به د سوریې د حالاتو په باب د سفیرانو پر دریځ اثر وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د برېټانیا سفیرې کرن پیرس ټینګار کړی چې دوي به د یوې حل لارې د موندلو لپاره زیاته هڅه وکړي.

د سویډن غونډه تر هغه وروسته رابلل شوې چې یوه اونۍ مخکې، امریکا، برېټانیا او فرانسې د سوریې د کیمیاوي وسلو پر تاسیساتو ګډ برید وکړ، څرګنده یې کړه چې د بشارالاسد حکومت په دوما ښار کې پر خلکو کیمیاوي وسلې کارولې دي.

سوریې د کیمیاوي وسلو د کارولو ادعا رد کړې ده او د امنیت شورا دایمې غړې او د دمشق سیاسي او پوخي ملګرې روسیې پر سوریې برید غندلی دی.

XS
SM
MD
LG