د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه په افغانستان کې د خپل حضور په هکله رایه ګیري کوي


که پریکړه لیک منظور شي، په افغانستان کې به د ملګرو ملتونو ماموریت د یو بل کال لپاره تمدید شي.
که پریکړه لیک منظور شي، په افغانستان کې به د ملګرو ملتونو ماموریت د یو بل کال لپاره تمدید شي.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د دې سازمان د استازولۍ د حضور د تمدید په خاطر نن پنجشنبه مارچ ۱۷ ( کب۲۶) په یو پریکړه لیک رایه ګیري وکړي.

د مسودې متن ناروې معرفي کړی او که چیرته روسیه چې تر دې دمه یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ د مودې د تمدید پر سر د خبرو مخه نیولې، په پریکړه لیک د رایه ګیرۍ لپاره د رد یا ویټو رایه ورنکړي، نو غړي هیوادونه به د یو کال لپاره په افغانستان کې د یوناما حضور تمدید کړي.

د ناروې د پریکړه لیک په مسودې د کابل سره د ملګرو ملتونو اړیکې د طالبانو لخوا په کابل کې د زور د لارې واک ته د رسیدو له مخې د سره پداسې حال کې تعریف شوې چې دا ډله تر اوسه هیڅ یو هیواد یا نړیوال سازمان په رسمیت ندي پیژندلي او تر اوسه یې ملګرو ملتونو ته خپل استازی هم ندی ور پیژندلی.

خو د امنیت د شورا یو دپلومات د نوم نه ښودلو په شرط د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې روسیې او چین چې دواړه یې د شورا دایمي غړي دي او د ویټو حق لري، تیره ورځ یې د پریکړه لیک په هکله د خبرو مخه نیولې وه.

دا دواړه هیوادونه وایي چې په نوي پریکړه لیک کې د بشري حقونو موضوع ټه ډیر اهمیت ورکړل شوی.

هند او برازیل هم د متن د اصلاح غوښتنه کړې.

سره لدې چې د متن ځینې برخې اصلاح شوې خو بیا هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنځلسو غړیو هیوادونو څخه یوازې روسیې یې مخالفت کړی.

په ملګرو ملتونو کې د مسکو د استازي مرستیال دمیتري پولیانسکي د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي " متن زمونږ د موقف څرګندوی ندی".

خو ښاغلي پولیانسکي دا ندي ویلي چې آیا روسیه به نن دا پریکړه لیک ویتو کړي که نه.

که د ملګرو ملتونو لخوا معرفي شوې مسوده ومنل شي په افغانستان کې به د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما ماموریت د ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې تر ۱۷ مې نیټې تمدید شي.

په پریکړه لیک کې د یوناما څخه غوښتل شوي چې د افغانستان د سیاسي ډلو سره دې خبرو اترو ته دوام ورکړي او په ملي او سیمه ایزې کچې دې د جنسي، توکمیز او مذهبي توپیر پرته د ټولشموله، ځواب ورکوونکي او پداسې حکومتدارۍ تمرکز وکړي چې ټولو پکې برخه او استازیتوب ورکړل شوی و.

د پریکړه لیک په مسودې کې همدارنګه ویل شوي چې میرمنو ته بشپړه، برابره او معنی داره برخه ورکړل شي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې او غربي هیوادونو تر منځ د مخالفت چې د پخوا نه هم و په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله لا پراخ شوی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو غړي ویلي چې دا خلا دومره پراخه شوې چې د اجماع تر لاسه کول ګران شوی.

XS
SM
MD
LG