د لاس رسي وړ اتصالات

ملگرو ملتونو پر حوثي ډلې د وسلو بندیز لگولی


 ملگرو ملتونو د یو پرېکړه لیک په صادرولو سره د حوثي پر یاغیانو باندې د وسلو د ورکولو بندیز ولگاو.
ملگرو ملتونو د یو پرېکړه لیک په صادرولو سره د حوثي پر یاغیانو باندې د وسلو د ورکولو بندیز ولگاو.

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د یو پرېکړه لیک په صادرولو سره په یمن کې د حوثي پر یاغیانو باندې د وسلو د ورکولو بندیز لگولی او له دغې شیعه ډلې څخه یې غوښتي دي ترڅو له هغو سیمو څخه چې تراوسه پورې یې نیولي دي، بېرته په شاتگ وکړي.

د حوثیانو ډلې د روان میلادي کال له پیل راهیسې د یمن د پلازمېنې صنعا کنترول پخپل لاس نیولی دی او عرب سني ولسونو لپاره یې امنیتي اندېښنې رامنځ ته کړي دي.

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړې څخه وروسته د امریکا د متحده ایالتونو د کانگرس د بهرنیو چارو کمیټې د یمن د ناکرار وضعیت او د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د دغه اقدام په اړه یوه استماعیه غونډه جوړه کړه.

په غونډه کې د یمن لپاره د متحده ایالتونو پخواني سفیر جیرالډ فایرسټاین د یمن د ناکرار وضعیت په اړه ووېل چې امریکا د یمن په تاوتریخوالي کې له د خیلو ډلو څخه غواړي چې جنگ پریږدي او مذاکراتو ته مخه وکړي.

ښاغلي فایرسټاین زیاته کړه چې متحده ایالتونه د یمن له حکومت سره یواځې په هغه صورت کې همکاري له سره پیلولی شي چی د خبرواترو له لارې په ېو سیاسي حل موافقه وشی.

یمن ته د امریکا پخواني سفیر په عربي ټاپو وزمه کې د القاعده د گواښونه په اړه هم خبرې وکړې او ووېل چې دا ډله د یمن، متحده ایالتونو او په نړۍ کې د امریکا د نورو ملگرو پر وړاندې یو گواښ دی، خو زیاته یې کړه چې د ښکېلو ډلو ترمنځ د همدې سیاسي حل له لارې کیدایشي چې د القاعده دخطر مخنیوی وشی، ماتې وخوری اوبلاخره له منځه ولاړه شي.

په غونډه کې د بهرنیو چارو د کمیټې مشرې او د کانگرس جمهوري غوښتونکې غړې الینا راس لیتینن ووېل که چیرې د جمهور رئیس اوباما حکومت د یمن په موضوع کې سمدلاسه اقدامات ونکړي نو د هغې غلطۍ د کولو له خطر سره به مخامخ وي لکه څنگه ېې چی په سوریه کې سمدلاسه اقدامات ونکړل.

په خبرو کې مېرمن لیتینن دا هم ووېل چې یمن د سوریې په څېر نن له یوې بشپړې گډوډۍ سره مخامخ دی. الینا راس لیتینن په یمن کې د ایران مداخله او دښمني د دې گډوډیو یو ستر لامل وباله.

خو په غونډه کې دموکراتو غړو بیا وېل چې جمهوري غوښتونکي باید د یمن د داخلي بې ثباتۍ پړه پر جمهور رئیس اوباما وا نه چوي.

د کانگرس دموکرات غړي جیرالد کانلي ووېل چې د جمهور رئیس اوباما پر حکومت له غور او احتیاط څخه پرته نیوکې به ډېرې گټورې نه وي، ځکه د ښاغلي کانلي په وینا داسې به وانگیرل شي چی امریکا په نړیواله او په خاصه توگه د هغې سیمې په کچه بی اندازه صلاحیت او قدرت لري.

ځني څېړونکي وایي، پداسې حال کې چې نړۍ د ایران د اټومي فعالیتونو او د اسلامي دولت د ډلې موضوع ته متوجه ده، په عربي ټاپو وزمه کې د القاعدې له لورې یمن ته متوجه گواښ هم نشي کیدای چې له پامه وغورځول شي.

د امریکن پروگرس له څېړنیز مرکز څخه څېړونکی براین کتولېس پدې باور دی چې القاعده د امریکا د داخلي امنیت لپاره یو ستر گواښ دی خو په یمن کې روانه ناکراري اوس رامنځ ته شوې ده او د هغه په وینا دا حالت به ادامه ولري.

ښاغلی کتولېس دغه راز زیاتوي چې د یمن د بې وزلو خلکو پر وړاندې بشري ناورین به د امریکا لپاره یوه اوږد مهاله ستونزه جوړه کړي.

XS
SM
MD
LG