ملګري ملتونه: د نړۍ په ۱۶ سېمو کې قحطي په زیاتېدو؛ افغانستان هم په دې سیمو کې دی

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د نړۍ په ۱۶ بحراني سېمو کې لوږه په څرګند ډول زیاته شي او د افریقا په ځینو برخو کې د قحطۍ خطر شته. په راپور کې ویل شوي چې افغانستان هم په هغو سېمو کې شامل دی چې د خورا لوړې اندېښنې وړ بلل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان(FAO) او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د نړۍ په ۱۶ بحراني سېمو کې لوږه په څرګند ډول زیاته شي او د افریقا په ځینو برخو کې د قحطۍ خطر مخ په زیاتېدو دی.

د ملګرو ملتونو دغو ادارو ویلي چې سودان، جنوبي سودان، سومالیا، د نایجریا شمالي سیمې او یمن له تر ټولو جدي ګواښونو سره مخ دي. دغو ګواښونو اصلي لاملونه جګړې، د خلکو بې‌ځایه کېدل، اقتصادي ستونزې او سخت اقلیمي شرایط دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان یو چارواکی کونور الیوت وايي:"په نړیواله کچه، موږ وایو چې د هغو خلکو نږدې نیمایي برخه چې له سختې لوږې سره مخ دي او د خوړو د خوندیتوب له جدي نشتوالي سره لاس او ګرېوان دي، د جګړو له امله په دې حالت کې دي.جګړه د خوړو د خوندیتوب د شدید نشتوالي اصلي لامل دی.موږ همدارنګه د اقتصادي بدلونونو له امله، چې اوس مهال په نړیوال کچه رامنځته کېږي، د پام وړ اغېزې هم لیدلې دي.

خو د سمندر د اوبو غیرعادي تودوخه او د اقلیم بدلون هم مهم عوامل دي؛ ځکه موضوع یوازې د بارانونو د بڼې بدلون، د تودوخې زیاتوالی، وچکالۍ او سېلابونو پر اغېزو پورې محدوده نه ده، بلکې دا هم مهمه ده چې یوه ټولنه تر کومه حده د دغو ناڅاپي طبیعي پېښو او ستونزو پر وړاندې د مقاومت وړتیا لري."

افغانستان، هایټي، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او د فلسطین غزې تړانګه هم د هغو سېمو په توګه پېژندل شوې دي چې د بشري وضعیت له پلوه د خورا لوړې اندېښنې وړ دي.

بلخوا د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) اجرائیوي رئیس لوک لینډبرګ خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ او اوکراین کې د جګړو له امله د سمندري لېږد په مهمو لارو کې رامنځته شوي خنډونه ښايي د ۲۰۲۷ کال تر نیمايي پورې د دې ادارې لګښتونه ۷۲۷ میلیونه ډالره زیات کړي. نوموړي وویل، د دغو لګښتونو زیاتوالی ښايي د نورو ۷.۳ میلیونو خلکو لپاره د خوراکي مرستو رسولو بهیر له ګواښ سره مخ کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام اجرائیوي رئیس لوک لینډبرګ وايي:"په حقیقت کې که په اوسني وضعیت او شرایطو کې بدلون رامنځته نه شي، نو د ۲۰۲۷ کال تر نیمايي پورې به زموږ لګښتونه ښايي ۷۲۷ میلیونه ډالرو ته ورسېږي.دا به په ټوله نړۍ کې د ۷.۳ میلیونو خلکو لپاره د مرستو رسولو بهیر له خطر سره مخ کړي.دا یو داسې وضعیت دی چې تصور یې هم ستونزمن دی، او تر دې بد وخت کې نه شو رامنځته کېدای."

د مالي سرچینو کمښت یوه بله ستونزه ده چې ملګري ملتونه یې اندیښمن کړې دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان یو چارواکی کونور الیوت وايي: "ددې ستونزې بل مهم اړخ د خوړو د خوندیتوب د وضعیت د ارزونې، د معلوماتو راټولولو او زموږ د هغه ظرفیت لپاره د مالي سرچینو کمښت دی چې له مخې یې کولای شو د ستونزو د شدت کچه، د اړتیاوو اندازه او پراخوالی درک کړو. "

د دغو مالي مرستو له کمېدو سره د معلوماتو د راټولولو او تنظیمولو لپاره هم بودیجه کمېږي، چې په پایله کې د بحرانونو د درک او ارزونې وړتیا مو کمزورې کېږي.

ملګري ملتونه وايي چې په نړیواله کچه د غنمو بیې د جنورۍ میاشتې په پرتله نږدې ۱۰ سلنه لوړې شوې دي.همدارنګه، د انرژۍ او ترانسپورټ د لګښتونو زیاتوالي د خوراکي توکو بیې هم لوړې کړې دي، په ځانګړې توګه په هغو هېوادونو کې چې پر وارداتو ډېر تکیه لري او د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام هر کال په ۸۳ هېوادونو کې له ۱۰۰ میلیونو څخه زیاتو خلکو ته مرستې رسوي، خو د لګښتونو زیاتوالي دغه اداره هم له مالي ستونزو سره مخ کړې ده.

​
XS
SM
MD
LG