د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې «UN Women» په یوه نوي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو پنځه کاله وروسته، د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه لا پراخ شوي او د ټولنې د نیمايي برخې بنسټیز حقونه په سیستماتیک ډول محدود شوي دي.
د دغې ادارې د سې شنبې د اګست ۱۲مې په راپور کې ویل شوي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو له خوا څه باندې ۱۰۰ فرمانونه او محدودیتونه د ښځو او نجونو پر وړاندې صادر شوي دي.
د دې ادارې په وینا، په تېر یو کال کې د ښځو پر زده کړو، کار، عامه ژوند، عدالت او روغتیايي خدمتونو محدودیتونه لا زیات شوي دي.
د نوي معلوماتو له مخې، د افغانو ښځو له نیمايي څخه ډېره برخه وايي چې په میاشت کې یوازې دوه ځله یا تر دې هم کمه له خپلو کورونو وځي.
نږدې درې پر څلورمه برخه ښځې وايي چې له محرم یا نارینه سرپرست پرته له کوره د وتلو پر مهال ځان خوندي نه احساسوي، او له نیمايي څخه ډېره برخه عامه ځایونو، لکه بازارونو او روغتیايي مرکزونو، ته له تلو ډډه کوي.
د قانون پر وړاندې د ښځو نابرابري
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، په ۲۰۲۶ کال کې د طالبانو ځینو نویو فرمانونو د ښځو پر قانوني حقونو نور محدودیتونه هم لګولي دي.
د دې ادارې په وینا، د دولسم فرمان له مخې د قانون پر وړاندې د نارینه وو او ښځو ترمنځ حقوقي برابري زیانمنه شوې او مېړونو ته د مېرمنو په وړاندې پراخ قانوني واک ورکړل شوی دی.
اتلسم فرمان هم د ښځو لپاره له واده څخه د وتلو بهیر ستونزمن کړی، په داسې حال کې چې د نارینه وو د یو اړخیز طلاق حق ساتل شوی دی.
د ښځو روغتیايي وضعیت
ملګري ملتونه وايي، په کورونو کې د ښځو محدود پاتې کېدل، د تاوتریخوالي خطر، د ټولنیزو اړیکو کمښت او د فرصتونو له لاسه ورکول د ښځو پر رواني روغتیا جدي اغېز کړی دی.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، له هرو لسو افغانو ښځو څخه اووه اوس خپل رواني وضعیت «خراب» یا «ډېر خراب» بولي.
په ورته وخت کې، د ښځو لپاره روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی هم ستونزمن شوی، ځکه د تګ راتګ محدودیتونه او د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو او روغتیايي کارکوونکو کمښت زیات شوی دی.
افغانستان لا هم د میندو د مړینې له پلوه د نړۍ له تر ټولو زیانمنو هېوادونو څخه دی؛ په ۲۰۲۴ کال کې په هرو ۱۰۰ زره زېږونونو کې د میندو د مړینې اټکل ۶۳۸ و.
نجونې له ښوونځیو او ښځې له پوهنتونونو محرومې دي
افغانستان لا هم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له شپږم ټولګي وروسته له منځني ښوونځي او ښځې له پوهنتونونو منع دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، که اوسني محدودیتونه دوام وکړي، افغانستان ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې څه باندې ۲۵ زره ښځینه ښوونکې او روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي.
د دې ادارې په وینا، دا وضعیت د راتلونکو نسلونو پر زده کړو او روغتیايي خدمتونو هم پراخ اغېز کولی شي.
له بشري ناورین څخه ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې اغېزمنې دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې څه باندې ۱۰.۷ میلیونه ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړتیا لري.
د خوړو کمښت، خراب روغتیايي وضعیت او د ښځینه کارکوونکو له خوا وړاندې کېدونکو خدمتونو ته د لاسرسي کمښت د ښځو او نجونو وضعیت لا خراب کړی دی.
له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو دوام هم پر هغو ټولنو فشار زیاتوي چې له وړاندې له اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان ښځو له پنځو څخه له یوې هم کمه برخه د عاید د ترلاسه کولو توان لري.
د ښځو د کار محدودیتونه
په افغانستان کې د ښځو اقتصادي مشارکت هم خورا ټیټ پاتې دی. د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د معلوماتو له مخې، یوازې اووه سلنه افغانې ښځې په دندو بوختې دي، په داسې حال کې چې د نارینه وو د کار کچه ۸۴ سلنه ده.
د ملګرو ملتونو په وینا، د ښځو دوامداره ټولنیز او اقتصادي محرومیت به د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ د افغانستان اقتصاد ته د شاوخوا ۹۲۰ میلیون ډالره، یا د ناخالص کورني تولید ۵.۸ سلنې، په اندازه مجموعي زیان ورسوي.
دغه اداره همداراز وايي چې په ۲۰۲۵ کال کې د هغو سازمانونو چې مشري یې ښځه کوي سروې نږدې درې پر څلورمه برخه د بودجې له کمښت سره مخ شوي او له نیمایي څخه ډېرو یې تمه لرله چې په راتلونکي کال کې به خپل فعالیتونه وځنډوي یا دفترونه وتړي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په وینا، ښځینه سازمانونه د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره له وروستیو پاتې مهمو مرستندویه لارو څخه دي چې د تاوتریخوالي پر وړاندې خوندیتوب، روغتیايي خدمتونه، رواني ملاتړ، د معیشت پروګرامونه او بشري مرستې وړاندې کوي.
فورم \ دبحث خونه