د لاس رسي وړ اتصالات

سیما بحوث: د طالبانو نوی لارښود په ښځو باندې د محدودیتونو سختول دي 


سیما بحوث
سیما بحوث

د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو اجرايي مشره سیما بحوث د افغان ښځو د «حجاب» په اړه د طالبانو د حکومت نوې لارښوونې اندېښمنوونکې او په ښځو باندې د محدودیتونو سختول بللي دي.

میرمن بحوث نن دوشبنه مۍ نهمه (غوايي ۱۹) په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «د طالبانو نوی اعلان، چې باید ښځې په عام محضر کې خپل ټول مخ پټ کړي، یوازې د ضرورت په وخت کې له کوره ووځي او د دغه لارښود نه عملي کوونکو ښځو نارینوو ته به سزا ورکول کېږي، ډېره اندېښمنه کړې یم.»

نوموړې په افغانستان کې په واکمنو مقاماتو [طالبانو] غړی کړی چې د بشر، ښځو او نجونو د حقونو د قوانینو په اساس خپل ملکفیتونه ترسره کړي او «د ښځو او نجونو ازاد تګ راتګ، کار او تعلیم ته د هغوی حقونه بېرته عاجل اعاده» کړي.

په اعلامیې کې همدغه راز په دې اړه د ملګرو ملتونو د عمومي مشر انتوني ګوتېرش اندېښنه هم یاده شوې او ویل شوي دي چې د طالبانو له راتګ وروسته د افغان ښځو په کار باندې د محدودیتونو اوبندیزونو له کبله د اټکل له مخې «افغانستان نژدې یو میلیارد ډالر تاوان کړی» دی.

د طالبانو حکومت د شنبې په ورځ مۍ اوومه (غوايي ۱۷) اعلان وکړ چې «د مسلمانو اصیلو، بالغو ښځو لپاره شرعي حجاب رعایت کول فرض» دي او په هره جامه چې «بدن پټ کړل شي هغه حجاب دی، چادري یې د شرعي حجاب بهترین» ډول بللی دی.

د طالبانو حکومت د «امربالمعروف وزارت» سرپرست خالد الحنفي وايي چې دوی ځکه دا کار کوي چې "موږ غواړو خویندې مو په عزت سره په محفوظ ډول ژوند وکړي».

د طالبانو په دغو نویو لارښوونو کې تاکید شوی دی که ښځې یې عملي نکړي، د کورنیو نارینوو مسئولینو ته به یې سزا ورکړل شي او که دندې لري، دندې به یې وځنډول شي.

ملګرو ملتونو، یوناما، د بخښنې نړیوال سازمانونو، د افغانستان د بیا پخلاینې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي تامس ویست او نورو اړوندو سازمانونو او افرادو د طالبانو دا پرېکړه غندلې ده، هغه یې د بشري حقونو او ښځو د حقونو خلاف بللې او په طالبانو یې غږ کړی چې د نړیوالو قوانینو په اساس ښځو او نجونو ته د کار، تعلیم، سیاسي او ټولنیز مشارکت حقونه ورکړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ بیا واک ته ورسېدل او ورو ورو یې په ښځو باندې خپل سخت قوانین بیا تطبیق کړل. د طالبانو په اوسني نظام کې افغانې ښځې د کار، سیاست او نورو چارو کې د شراکت حق نلري او د نجونو ثانوي ښوونځي هم تړل شوي دي.

طالبانو په خپلې لومړۍ دورې کې (۱۹۹۶-۲۰۱۱) کې د ښځو په کار، تعلیم، سیاسي او ټولنیز مشارکت کلک بندیزونه لګولي وو.

XS
SM
MD
LG