د لاس رسي وړ اتصالات

یو شمېر ښځې طالبانو ته: د مخ پټول زموږ د زنداني کېدو په مانا دي 


افغانستان
افغانستان

یو شمېرافغانې مېرمنې د طالبانو د حکومت له لوري په ښځو باندې د حجاب د اجباري کولو تر څنګ ځینې نور نوي بندیزونه د ښځو د زنداني کېدو په مانا بللي او ویلي یې دي چې عملي به یې نکړي.

د طالبانو د «امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت» د شنبې په ورځ مۍ اوومه (غوايي ۱۷) اعلان وکړ چې «د مسلمانو اصیلو، بالغو ښځو لپاره شرعي حجاب رعایت کول فرض او ضروري دی».

د دوی په نویو لارښوونو کې ویل شوي، په هره جامه چې بدن پټ کړل شي هغه حجاب دی، خو زیاتوي چې نازک او تنګ دې نه وي او «چادري یې د شرعي حجاب بهترین» ډول دی.

د طالبانو دا وزارت وايي چې د طالبانو مشرتابه ورته دا دستور استولی دی چې «علماوو» ترتیب کړی دی. د طالبانو حکومت د خپلې سترې محکمې، د حج او اوقافو، معارف او داخلې وزارتونو څخه غوښتي دي چې د دغو لارښوونو په عملي کولو کې ورسره مرسته وکړې.

د ملګرو ملتونو په ګډون د ښځو د حقونو د دفاع ډېرو سازمانونو او فعالانو د طالبانو دا نوی لارښود غندلی دی.

یوې افغانې فعالې تهمینې، چې د طالبانو له راتګ وروسته یې دنده له لاسه ورکړې، د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «زه زنداني شوې یم. ازاد ژوند نشم کولای او طالبان زما ټولنیز ژوند کنترولوي.»

نوموړې ویلي چې طالبانو ترې ټول انساني حقوق اخیستي دي. تهمینه وايي چې د طالبانو دا نوی لارښود به په ښځو، د هغوی په کار او فعالیت ډېر بد اغیز ولري.

د طالبانو په نویو لارښوونو کې په ښکاره ویل شوي دي که کارکوونکې ښځې یې دا لارښوونې عملي نکړي له دندو به وشړل شي او که د کارکوونکو نارینوو د کور ښځو او لورګانو دا لارښوونې عملي نکړې، دندې به یې وځندول شي.

ملګرو ملتونو او نورو سازمانانو دا لارښوونې غندلې دي او ویلي چې دا به د نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ شته درز نور هم زیات کړي.

د طالبانو د نویو لارښوونو له اعلان یوه ورځ وروسته د کابل او افغانستان په یو شمېر نورو ښارونو کې ښځې، چې مخونه یې لوڅ وو، لیدل شوې دي.

د هرات یوې اوسېدونکې فاطمې رسا وویل چې هغه تغیر به ونه مني چې په زوره تپل شوي وي. هغې وویل: «د نن ښځې د ۲۰ کلونو مخکې ښځې نه دي. هغوی ثابت قدمې او چمتو دي چې د خپلو حقونو څخه د دفاع لپاره ودرېږي.»

د کندهار له ښار څخه بیا، چې ویل کېږي د طالبانو مشر په کې اوسېږي، راپورونه وايي چې هلته کومه مخ لوڅې ښځه لیدل شوې نه ده.

ځینو نورو ښځو بیا د طالبانو دا پرېکړه د اسلام د اصولو خلاف بللې ده. د هرات په روغتون کې یوې روغتیايي کارکوونکې ازیتا حبیبي وویل: «د اسلام په کوم ځای کې ویل شوي دي چې د ښځو لاسونه او مخ دې پټ کړل شي.»

خو یوې بلې ښځې، چې په راپور کې د لیلی سحر په مستعار نوم یاده شوې ده، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي «پرېکړه مې کړې ده چې پوره حجاب واغوندم، ځکه نغواړم چې د کور نارینه مې بې عزته شي.»

یو شمېر ښځې وایي چې طالبانو د خپل حکم د تطبیق لپاره د ښځو د نارینوو د بندي کولو ګواښ کړی چې ممکن دا د ښځو یوه ضعیفه نقطه وي.

د طالبانو نوې لارښوونې وایي: « د بې حجابه مېرمنو دې په لومړي ځل کور په نښه کړل شي، د هغې ولي ته دې توصیه وشي او تنبیه دې کړای شي. په دویم ځل دې ولي اړوند ریاست ته احضار کړل شي. په درېیم ځل دې ولي درې ورځې حبس کړل شي. په څلورم ځل دې ولي محاکمو ته وسپارل شي ترڅو په مناسبه سزا محکوم کړل شي.»

د طالبانو له داسې او ځینو نورو دا ډول لارښوونو او فرمانونو ښکاري چې دا ډله بیا د خپل پخواني دور (۱۹۹۶-۲۰۰۱) قیودات او قوانین عملي کوي. په تېر دوران کې یې هم دا قوانین پلي کول او ښځې یې له تعلیم، کار، سیاسي او ټولنیز مشارکت څخه منع کړې وې او اوس هم همداسې کوي.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست به ۱۵ نېټه بیا په کابل کې واکمن شول خو لا هم کوم هېواد په رسمیت پېژندل نه دي.

XS
SM
MD
LG