د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې ۶۳٪ ښځې د هویت اسناد نه لري


د ملګرو ملتونو د ښځو اداره (UN Women) وايي، چې په افغانستان کې د ښځو لویه برخه د هویت رسمي اسناد نه لري او دا مسله په ټاکنو کې د ښځو د ګډون په وړاندې لوی خنډ بلل کیږي.

د دغې ادارې یوې استازې ربیکا تاوارس د چهار شنبې په ورځ (نومبر ۲۲) خبریالانو ته وویل، باید هڅه وشي ترڅو د افغانستان په ټاکنو کې د نوماندو او رایې ورکوونکو په توګه د ښځو ونډه زیاته شي.

هغې وویل "موږ پوهیږو چې ۶۳ فیصده افغان ښځې د هویت رسمي اسناد نه لري او دا د ټاکنو په بهیر کې د هغوی د ګډون په وړاندې عمده ستونزه ده".

آغلې تاورس ټینګار وکړ، چې د هویت د اسنادو د نه درلودلو سربیره، پراخ ټولنیز خنډونه او بې‌سوادي د دې لامل شوي، چې ښځې په ټاکنو کې پراخ ګډون و نه لري.

د هغې پر وینا، لا هم د رایې ورکولو د کارت اخیستل او ټاکنو کې نوماندیدل، په افغانستان کې د ښځو لپاره یو ستونزمن کار دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارې (UNAMA) مشر تدامیچي یاماموتو وویل، د ټاکنو په بهیر کې د ښځو د پراخ ګډون لپاره، په دغه هیواد کې د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې هراړخیزې هڅې کوي.

هغه وویل "زموږ هڅې په نننۍ ناسته کې پای ته نه رسیږي، له ټولو اړخونو څخه باید ګډ کار او د همغږۍ هڅې وشي او دا باید دوام ومومي، ملګري ملتونه او او ورپورې اړوندې ټولې ادارې به له تاسې سره همکار وي".

ښاغلي یاماموتو ټینګار وکړ، چې په ټاکنو کې د ښځو د پراخ ګډون د خوندي کولو لپاره به ملګري ملتونه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

افغان حکومت وايي، چې د ۲۰۱۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ښځو د رایې ورکوونکو په توګه په پراخه کچه ګډون درلود.

د رسمي شمیرو پر بنسټ په دغو ټاکنو کې څه باندې اته میلیون کسانو ګډون کړی وو، چې ۳۷ فیصده یې ښځې وې.

XS
SM
MD
LG