په ملګرو ملتونو کې د میرمنو د ملاتړ نړیواله اداره وایي د افغانستان د واکمنو مقاماتو له خوا تازه صادر شوی فرمان د ښځو او نجونو حقونه لا نور هم محدودوي او هغوی د تاوتریخوالي د لا زیات خطر سره مخامخ کوي.
په افغانستان کی د ملګرو ملتونو د میرمنو د ملاتړ د نړیولې ادارې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن د یوې اعلامیې په صادرولو ویلي دغه فرمان چې د « ۱۲نمبر فرمان» په نوم یادېږي، د روان میلادي کال د جنورۍ په لومړیو کې محکمو ته د تطبیق لپاره استول شوی دی. د دې فرمان له مخې، د قانون په وړاندې د نارینه او ښځو برابري په رسمي ډول لغوه شوې ده. دا فرمان نارینه پر مېرمنو ځواکمنوي او د ښځو وړتیا چې که د ساتنې او عدالت غوښتنه وکړي لا محدودوي.
په ملګرو ملتونو کې د میرمنو د ملاتړ نړیواله اداره وایي د یاد فرمان له مخې، یو نارینه په واده کې یوازې هغه مهال د تاوتریخوالي په جرم مسؤل ګڼل کېږي چې مېرمنې ته ښکاره فزیکي ټپونه واړوي. پدې کې د تاوتریخوالي نور ډولونه، لکه رواني او جنسي تاوتریخوالی، په صراحت منع شوي نه دي.
دا اداره اندېښنه څرګندوي چې دولسم نمبر فرمان له پخوانیو فرمانونو سره په ګډه، ښځې د عدالت غوښتنې پر مهال له جدي خنډونو سره مخ کوي. هغوی باید د یوه نارینه قاضي پر وړاندې او د یوه نارینه سرپرست په ملتیا چې کېدای شي خپله د تاوتریخوالي عامل وي، د زور زیاتي ثبوت وړاندې کړي.
په ملګرو ملتونو کې د میرمنو نړیواله اداره زیاتوي چې دغه فرمان همداراز اجازه ورکوي چې که ښځه د نارینه له اجازې پرته ډېر ځلې د خپلوانو کور ته ولاړه شي، زنداني به شي. هغه کړنې چې «غیر اخلاقي» یا «فاسدې» وبلل شي، جرم ګڼل کېږي او تر ټولو سختې سزاګانې، آن د مرګ سزا، ورته ټاکل شوې ده.
دوي وایي ښځې د دې مادو له مخې په ځانګړې توګه زیانمنې دي ځکه هغوی لا له وړاندې په خپلو ټولنو کې تر سخت څار لاندې دي او پخواني فرمانونه هم د هغوی د ژوند ډېر اړخونه محدود کړي دي.
د دولسم نمبر فرمان د واکمنو چارواکو، د هغوی د تګلارو او یا د شریعت د تفسیر په اړه نیوکه هم جرم ګرځولې چې سزا یې بند یا بدني جزا کېدای شي.
میرمن فرګیسن وایي دا پریکړه په ټولنه او عامه توګه د ښځو ګډون لا نور هم راکموي.
د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي افغان مېرمنې او نجونې حق لري له تاوتریخوالي او تبعیض پرته ژوند وکړي.
دا اداره زیاتوي: افغان میرمنې د عزت، خوندیتوب، د تګ راتګ ازادۍ او په عامه ژوند کې د ګډون مستحقې دي. واکمن چارواکي باید د قانوني چوکاټونو برابري خوندي کړي، ښځې د هر ډول تاوتریخوالي څخه وساتي او له تبعیض پرته عدالت ته د لاسرسي زمینه برابره کړي او دا هر څه دې د هغو نړیوالو بشري حقونو تړونونو او میثاقونو سره سم ترسره شي چې افغانستان یې غړی دی.
فورم \ دبحث خونه