د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه وایي نړۍ باید پوهه شي په یمن کې څه روان دي


ملگرې ملتونه وایي چې د یمن حکومت باید خبریالانو ته اجازه ورکړې چې یمن ته ولاړ شې او نړۍ ته وښیي چې څه روان دي. ملگرو ملتونو دغه خبرې د هغې نه وروسته کړیدي چې د یمن حکومت دریو خبریالانو ته اجازه ورنکړه چې یمن ته سفر وکړي.

د ملگرو ملتونو ویاند فرحان حق رویټرز ته وویل "دا ډول اقدامات گټه نه کوي. دا یو داسې ناورین دی چې انسانانو پیدا کړیدی. نړۍ دیته ضرورت لري چې پوهه شې چې څه روان دي او باید خبریالان اجازه ولرې چې دغه ناورین نړۍ ته ښکاره کړې."

په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافې ځواکونه د ولسمشر عبدالرب هادې په طرفدارۍ عملیات کوي. هغوې په یمن کې د ٢٠١٥ کال راهیسې عملیات پیل کړیدي.

د یمن حکومت هغه ملک ته په داخلیدونکو ټولو الوتکو کنټرول لرې او کولی شې چې هر هغه څوک چې حکومت یې نه غواړې، یمن ته د داخلیدو نه ودروي. د یمن چارواکو د جیبوتې نه د ملگرو ملتونو هغې الوتکې ته یمن ته د سفر اجازه ور نکړه چې درې تنه خبریال پکې سپاره و.

د یمن حکومتي قواوې د خپلو متحدینو ترڅنگ د حوثي یاغیانو په ضد جنگیږي. داسې ویل کیږې چې ایران د حوثې یاغیانو ملاتړ کوي او وسلې ورته لیږي.

حق وویل "هم په دی وجه یمن د دومره مشکل وخت نه تیریږې چې نړۍ یې تراوسه د حالاتو ناخبره ده."

هغه زیاته کړه چې پکار ده د یمن حکومت خبریالانو ته اجازه ورکړې چې حالات وڅارې او مرستندویه ادارې وکړې شې چې د یمن سره مرسته وکړې.

ملگرو ملتونو په جگړې کې ښکیلو دواړو خواو ته خبردارې ورکړېدی چې د هغوې د دوامدارې جگړې او بمبارۍ له وجې په زرگونو ملکیان د قحطې سره مخ دي او په سلگونو بیگناه تنه وژل شویدي نو هغوې دیته اړ دي چې جگړه ودروي.

XS
SM
MD
LG