د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: د هلمند او کونړ هوايي بریدونو کې ۱۴ ملکیان وژل شوي


په افغانستان کې د هوا د ګرمیدو وروسته د ښکیلو خواو ترمنځ جګړې زیاتې شوي، چې له امله یې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله رسیدلې ده.
په افغانستان کې د هوا د ګرمیدو وروسته د ښکیلو خواو ترمنځ جګړې زیاتې شوي، چې له امله یې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله رسیدلې ده.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر " یوناما" د روانې میلادي "مۍ " د میاشتې په ۲۰ او ۲۲ مه د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه او د کونړ ولایت د څوکۍ په ولسوالۍ کې په دوو جلا هوايي بریدونو کې د ۱۴ ملکي وګړو وژل تائید کړي دي.

" یوناما" په خپل رسمي انټرنیټي پاڼه کې لیکلي، چې په دغو څلوارلس وژل شوو ملکیانو کې پنځه ښځې او اوه ماشومان هم شامل دي.

د ملګروملتونو مرستندویه دفتر " یوناما" په جګړه کې د ښکیلو خواو څخه د ملکي وګړو د ژوند د خوندیوب غوښتنه هم کړې ده.

" ټولې ښکیلې غاړې باید د ملکي وګړو د ساتنې په برخه کې نړیوالو مکلفیتونو درناوی وکړي".

د افغانستان د کورنۍ چارو وزارت ویلي، چې په اکثرو هوايي بریدونو کې وسله وال مخالفان وژل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي د ادعا له مخې طالبان خلک ته دې اړ باسي، چې ووایي، چې په بمباریو کې طالب وسله وال نه بلکې ملکي وګړي وژل شوي دي.

ښاغلي رحیمي د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې په هغو سیمو کې، چې د طالب وسله والو تلفات زیات وي، هغوی د خپلو وسله والو د مړو جامې بدلوي او داسې ښيي، چې ګوندې وژل شوي ملکي وګړي دي.

ښاغلي رحیمي وویل " ټولو ادارو ته په ځانګړي ډول عملیاتي څانګو ته د امنیتي ادارو د مشرتابه هدایت همدا دی، تر څو د عملیاتو پر مهال له ډیر احتیاط څخه کار واخلي، چې ملکي وګړو ته زیان ونه رسیږي".

په جګړو کې د ښکیلو خواو په ځانګړي ډول د افغان حکومت د طرفدارو ځواکونو له خوا د ملکي وګړو مرګ ژوبله په دې وروستیو کې د بشر د حقونو د ادارو په یوه ستره اندیښنه بدله شوې ده.

د "یوناما" د دغه راپور دمخه د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ "سي پي اې جي" په نوم یوې ډلې هم په هوايي بمباریو کې ملکي وګړو ته د سر د زیان په اړه ژوره اندیښنه ښودلې وه او له افغان حکومت یې غوښتي وو، چې د جګړې خپل تکتیک دې بدل کړي.

XS
SM
MD
LG