د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما طالب مشرانو ته: انتخابات مه ګډوډوئ


يومانا دمخه هم په افغانستان کې په جګړه کې له ښکیلو خواو څخه د تاوتریخوالي د کمولو غوښنه کړې وه
يومانا دمخه هم په افغانستان کې په جګړه کې له ښکیلو خواو څخه د تاوتریخوالي د کمولو غوښنه کړې وه

فغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي تدامچي یاماموتو له وسله والو طالبانو غوښتي د ټاکنو د ګډوډولو څخه دې ډډه وکړي.

یوناما په یوه اعلامیه کې د ښاغلي یاماموتو له قوله لیکي چې د سه شنبې په ورځ ( تلې ۲مه) د قطر په پایتخت دوحه کې یوې غونډه کې ښاغلي یاماموتو د ملګرو ملتونو په استازیتوب یو وار بیا په طالبانو غږ وکړ چې په ټاکنو کې دې د رای ورکوونکو او ملکیانو خوندیتوب پام وکړي.

ښاغلي یاماموتو امریکا غږ اشنا تلویزیون سره په مرکه ویلي، چې هغه د سه شنبې په ورځ په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو او ملکي وګړو د ژوند د خوندیتوب په اړه خبرې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي طالبانو ته ویلي چې پر هغو ملکي افغانانو چې په ټاکنو کې ګډون کوي بریدونه له نړیوالو قوانینو څرګنده سرغړونه ده.

ښاغلي یامامتو وویل: "رای ورکونکو ته باید له ویرې او ډار پرته فرصت ورکړل شي چې د خپل قانوني حق څخه په ګټې اخیستلو په سوله ییز ډول خپل سیاسي مشرتابه وټاکي".

د یوناما مشر ویلي چې د رای اچونې په مرکزونو او رایه ورکوونکو باندې بریدونه د نړیوال قانون څخه ښکاره سرغړونه ده او ممکن جنګي جرمونه حساب شي.

ښاغلي یاماموتو ویلي، چې د داسې جرمونو مرتکبینو سره باید حساب وشي او له طالبانو یې وغوښتي، چې له هرې هغې کړنې چې د ټاکنو د ګډوډولو لامل کېږي، ډډه وکړي.

د یوناما مشر سره د اشنا ټلویزیون مرکه دلته کتلی شئ:

یوناما طالب مشرانو ته: انتخابات مه ګډوډوئ
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:00 0:00

طالبانو له وړانډې په یوه اعلامیه کې د راروانې شنبې د ورځې د ټاکنو د ګډوډولو خبرداری ورکړی دی.

د روان لمریز کال د زمري په شپږمه د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنیزو سیالیو له پیل څخه تر چهارشنبې پورې ( تلې ۳مه) په افغانستان کې د یو شمیر نوماندانو د ټاکنیزو سیالیو پر غونډو بریدونه شوي دي.

تیره اونۍ د پروان په ولایت کې د جمهور رئیس غني د ټاکنیزې سیالۍ پر غونډه په برید کې شاوخوا ۳۰ تنه ووژل شو او تر ۵۰ زیات نور ټپیان شو.

وسله والو طالبانو د پروان ولایت پر ټاکنیزه غونډه د برید مسولیت په غاړه اخیستی دی.
افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب لپاره یې تر ۷۲ زرو پورې امنیتي منسوبین په ۳۴ ولایتونو کې ګمارلي دي.

XS
SM
MD
LG