د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما له افغانانو غوښتي چې په ټاکنو کې د درغلیو مخه ونیسي


ټاکل شوې د تلې په ۲۸ مه ورځ به د غزني ولایت پرته په ۳۳ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شي.
ټاکل شوې د تلې په ۲۸ مه ورځ به د غزني ولایت پرته په ۳۳ ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شي.

یوناما له ټولو افغانانو غوښتي، چې د تلې د ۲۸ مې ورځې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د درغلیو د مخنیوي او د شفافیت لپاره خپله لاسونه راونغاړي او د شفافو ټاکنو ترسره کیدو په برخه کې رول ولوبوي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په یو بیان کې ویلي، هر څوک دې هڅه وکړي،چې که په ټاکنو کې درغلي وګوري یا شک ولري، نو د اړوندو افغان چارواکو سره دې په اړه شکایت ثبت کړي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یوناما له خوا په یو خپور شوي بیان کې ښاغلي یاماموتو ویلي " ټول افغانان باید د درغلیو په مخنیوي کې فعال، باخبره او رغنده رول ولوبوي. افغانان د هر اړخیزه، باوري، رڼو او له هر ډول تور څخه د پاکو ټاکنو مستحق دي. "

"یوناما" له خوا په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي،چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې په ټاکنو کې د درغلیو د مخنیوي لپاره ډیر تدابیر نیولي دي.

د "یوناما" مشر دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مهال ویش له مخې د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د تلې په شپږمه پیل شوي ټاکنیزې سیالۍ تیره شپه (تلې ۲۵ مه) دولس بجې پای ته رسیدلي او د ټاکنو د ورځې ۴۸ ساعته وړاندې د چوپتیا پړاو پیل شوی دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د غبرګولی په پنځمه د ولسی جرګې د ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې د بهیر له پیل څخه تر تیرې ورځې (تلې ۲۵ مه) لس نوماندان په بیلابیلو پیښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ټاکنو د شفافیت لپاره اقدامات

"یوناما" په دغه بیان کې په ځانګړي ډول په ټاکنو کې د رایې ورکوونکو د پیزندګلوۍ لپاره په لومړي ځل د بایومټریک سیستم د کارونې یادونه کړې او ویلي دي، چې رایه ورکوونکي یوازې کولی شي د رایې اچونې په هغو مرکزونو کې خپله رایه واچوي، چیرې یې چې خپل نومونه لکلي وي.

"یوناما" د ولسی جرګې د نوماندانو هم غوښتي، چې د درغلیو په مخنیوي کې دې خپل رول او مسوولیت ادا کړي او باید هغوی ډاډ ورکړي چې پلویان یې د دوی په نوم درغلي نه کوي.

ښاغلي یاماموتو وویل: " درغلي د بل افغان ملګري د رایو غلا کول دي. دا د منلو وړ نه ده ".

د "یوناما" مشر ویلي، چې درغلي د نوماندانو په ګټه نده " دوی به د رایو د غلا کولو سره تړاو ولري او ددوی د ملاتړ کونکو باور به تر پوښتنې لاندې راشي، نو ځکه پخپله کاندیدان باید خپلو ملاتړ کونکو ته د اړوندې موضوع په اړه څرګند اخطار ورکړي. هیڅ افغان باید درغلي ونه مني."

"یوناما" ویلي، هرڅوک که درغلي وګوري یا د درغلیو په اړه شک ولري، نو مدني مکلفیت لري ترڅو د افغان چارواکو په ځانګړې توګه د ټاکنو د شکایتونو له کمیسیون سره شکایت ثبت کړي.

همداشان د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر ویلي،د درغلیو د کمولو لپاره به د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون چارواکي په هر مرکز کې حاضر وي، ترڅو په هغو ځایو کې، چې د درغلیو په اړه معتبر تورونه ولګېږي، افغان قانون پلي کونکي ادارې باید په چټکه توګه پلټنه وکړي او چې مناسبه وي، سرغړونکي توقیف او محاکمه کړي.

د بایومټریک سیستم کارونه

افغان حکومت په لومړي ځل د ولسي جرګې په ټاکنو کې د بایومټریک سیستم څخه کار اخلي.

د بایومټریک سیستم د کارونې په اړه یو شمیر سیاسي ګوندونه اندیښنې څرګندوي او ادعا کوي، چې دا سیستم به د ټاکنو په ورځ د درغلیو مخه ونه نیولی شي.

خود افغانستان د تدارکاتو ملي اداره وايي، د څه باندې ۱۸ میلیونو ایرو په ارزښت یې د دوویشت زره د بایومټریک دستګاه او وسایل د یو اعتبار وړ جرمني شرکت څخه اخیستي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم د سیاسي ګوندونو ادعاوې نه مني او وايي، دا سیستم به د درغلیو په مخنیوي کې دغه کمیسیون سره مرسته وکړي.

د ټاکنو څخه څار

د ولسي جرګې د شنبې د ورځې ټاکنې د یو شمیر نړیوالو څارونکو ترڅنګ د شاوخوا څلور سوه زرو د سیاسي ګوندونو، د نوماندانو د استازو، د مدني ټولنې او د ټاکنو د څار د ادارو د څارونکو له خوا څارل کیږي.

ولایتونو ته د ټاکنیزو موادو استول

د ټاکنو کمیسیون وايي د بایومټریک د ستګاوو په ګډون د ټاکنو ټول حساس مواد ۳۳ ولایتونو ته رسول شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د افغانستان د ۳۸۷ ولسوالیو له ډلې ۷۴ ولسوالیو ته د ځمکې له لارې ټاکنیز مواد نه شي استولی او په پام کې ده، چې دغو ولسوالیو ته د هوا له لارې دا مواد واستول شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د هوايي ځواکونو قومندان جنرال محمد شعیب پیلوټ نن د پنچشنبې په ورځ (تلې ۲۶ مه) خبریالانو ته وویل، چې ټول حساس او غیر حساس مواد، هغو سیمو ته د رسولو لپاره، چې د ځمکې له لارې امکان یې نه وو، افغان هوايي ځواکونو رسولي دي.

جنرال " شعیب پیلوټ وویل " افغان هوایي ځواک د ټاکنو ملي پروسې سره مرسته وکړه، له مرکز څخه زونونو او د زونونو څخه ولایتونو او ولسوالیو ته د ټاکنیزو حساسو او غیر حساسو موادو لیږد یې د ۲۱ ولایتونو ۷۴ ولسوالیو ته بشپړ کړ".

همداشان د افغان هوايي ځواکونو قومندان وویل، چې افغان هوایي ځواکونو په درې سوو الوتنو کې د ټاکنیزو موادو د لیږد سربیره د ټاکنو د کمیسیون د کارکوونکو او څارونکو په لیږد کې هم د ټاکنو کمیسیون سره مرسته کړې ده.

XS
SM
MD
LG