د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: میرزا ولنګ کې ۳۶ ملکیان او ملیشې وژل شوي


یوناما وايي، د دولت وسله‌والو مخالفینو د سرپل په میرزا ولنګ دره کې ۳۶ ملکي افغانان او ملیشې وژلي دي.
یوناما وايي، د دولت وسله‌والو مخالفینو د سرپل په میرزا ولنګ دره کې ۳۶ ملکي افغانان او ملیشې وژلي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) د یکشنبې په ورځ (اګست ۲۰) د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ د میرزا ولنګ په دره کې د ۳۶ کسانو په اړه د خپل تحقیقي ریپوټ جزئیات خپاره کړل.

په ریپوټ کې راغلي، چې وسله‌والو طالبانو او هغو کسانو چې ځانونه داعش بولي، د اګست میاشتې په دریمې او پنځمې نیټې د سرپل د صیاد ولسوالۍ په میرزا ولنګ درې کې د برید پر مهال ۳۶ تنه وژلي، چې په کې ملکي افغانان او تسلیم شوي ولسي پاڅون کوونکي شامل دي.

له دې مخکې د سرپل سیمه‌ییزو چارواکو هم په میرزا ولنګ کې د ۳۶ کسانو وژل تائید کړي او ویلي یې دي، چې ښايي د وژل شوو کسانو شمیر له دې پورته وي.

د دولت د وسله‌والو مخالفینو له خوا د سرپل د میرزا ولنګ درې له نیولو وروسته د سرپل والي ادعا کړې وه، چې په سیمه کې ۵۲ ملکي کسان د وسله‌والو له خوا وژل شوي دي.

د دعې پیښې مسولیت د داعش ډلې منلی دی.

خو وسله‌والو طالبانو ویلي، چې په میرزا ولنګ کې یې ۲۸ تنه ولسي پاڅون‌کوونکي وژلي دي.

خو د یوناما تحقیق ښيي، چې لږ تر لږه ۱۸ کسان د اګست میاشتې په پنځمه نیټه هغه مهال وژل شوي، چې د کلي خلک له سیمې څخه د تیښتې په حال کې وو.

د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو د ملکي افغانانو او د ځايي ملیشو وژنه غندلې ده او ویلي یې دي "د دغې وژنې او جرمونو عاملین باید ځواب ویونکي واوسي".

یوناما دغه راز ویلي، چې د دغې ادارې د بشري حقونو ډلې، د هغو ادعاو په اړه چې ګواکې په دې سیمه کې له خلکو سرونه پري شوي او له ښځو سره جنسي تاوتریخوالی شوی دی، کره اسناد نه دي موندلي.

تیره اونۍ د سې‌شنبې په ورځ افغان امنیتي ځواکونو د دولت له وسله‌والو مخالفینو څخه د میرزا ولنګ دره بیرته ونیوله.

د افغانستان دفاع وزارت ادعا کړې چې د دغې درې د بیرته نیولو پر مهال یې وسله‌والو مخالفینو ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

XS
SM
MD
LG