د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما:د جګړې د زندانیانو په شکنجه کولو کې کموالی راغلی


یوناما وايي، که څه هم لا د افغان حکومت تر کنټرول لاندې په زندانونو کې شکنجه شته خو د پخوا په نسبت کمه شوې ده.
یوناما وايي، که څه هم لا د افغان حکومت تر کنټرول لاندې په زندانونو کې شکنجه شته خو د پخوا په نسبت کمه شوې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو هئیت دفتر یوناما په تازه خپور شوي راپور کې ویل شوي، چې د پخوانیو ارزونو په پرتله په تېرو دوو کلونو کې څوارلس په سلو کې هغه زندانیان چې په جګړه کې نیول شوي کم شکنجه شوي دي او ور سره په ناوړه چلند کې کموالی راغلی دی.

یوناما وايي، که څه هم لا د افغان حکومت تر کنټرول لاندې په زندانونو کې شکنجه روانه ده، خو د ۲۰۱۳ د فبرورۍ نه د ۲۰۱۴ کال د ډیسمبر تر پایه پورې ددوی ارزونې ښيي، چې د ۲۰۱۲ ، ۲۰۱۱ او ۲۰۱۰ کلونو په پرتله په جګړه کې یا د جګړو اړونده زندانیانو په شکنجه کولو کې څوارلس په سلو کې کموالی لیدل شوی.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو هئیت دفتر یوناما پدغه ۱۵۶ پاڼیز راپور کې چې نن په کابل کې خپور شوو، ویل شوي، چې دوو کلونو په موده کې دوی له ۷۹۰ زندانیانو سره چې یا د طالب په نوم او یا هم د ترهګرۍ په شک نیول شوي، مرکې کړي او له هغوی یې پوښتلي چې ایا په زندان، یا د نیولو او یا هم د پلټنو په مهال شکنجه شوي یاست او کنه؟

یوناما وايي، له دغو ۷۹۰ مرکه شویو زندانیانو پنځه دېرش په سلو کې چې ۲۷۸ زندانیان کیږي، ورته ویلي، چې شکنجه یې لیدلې یا له شکنجې وروسته یې درملنه نده شوې، پدغه دوه کلنه موده کې له ۱۰۵ داسې زندانیانو سره مرکې شوي، چې عمرونه یې له اتلسو کم ول، پدغو کم عمرو زندانیانو کې چې د ترهګرۍ په نوم نیول شوي، ۴۴ پکې داسې وو، چې یوناما ته یې ویلي، دوی ته شکنجه ورکړل شوې ده.

یوناما وايي، دې ادارې په هغو توقیف ځایونو کې له بندیانو سره خبرې کړي چې د افغانستان د ملي امنیت، ملي پولیسو، محلي پولیسو، او ملي اردو له خوا اداره کیدل.

د یوناما په راپور کې راغلي، چې دوی له ۷۱ داسې زندانیانو سره هم مرکې کړي، چې د بهرنیو ځواکونو له خوا نیول شوي وو، او بیا د تېرو دوو کلونو په موده کې افغان لوري ته سپارل شوي، ددغو ۷۱ زندانیانو شلو زندانیانو ورته ویلي، چې د نړیوالو ځواکونو نه افغان ځواکونو ته د لېږد په مهال شکنجه شوي دي.

دوی ویلي چې شپاړس ډوله شکنجه ورکړل شوې ده.

یوناما ویلي، چې ددغه تحقیق لپاره یې په اته ویشتو ولایتونو کې ۱۲۸ زندانونه یا توقیف خونې لیدلي، او راپور چمتوکوونکو یې ۲۲۱ ځله له دغو زندانونو لیدنه کړې ده.

یوناما د زندانیانو د شکنجه کولو د کموالي لامل د نوي حکومت او د تېر حکومت هڅې یادې کړي، پدغه راپور کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د دفتر د مشر نیکولاس هیثم له قوله ویل شوي ‪"‬د افغان حکومت هڅې چې شکنجه ودروي، په تېرو دوو کلونو کې پرمختګ راغلی، زیات باید کار وشي، زه د نوي حکومت هڅې ستایم چې شکنجه ودروي.‪"‬

د یوناما راپور وايي، چې نوی حکومت په زندانونو کې د شکنجې د درولو په هدف نوی ملي پلان طرحه کړی دی، پدغه ملي پلان کې د قوانینو اصلاح، زده کړې او د ظرفیت جوړونې پروګرامونه او نور تدابیر سنجول شوي، چې شکنجه په پوره ډول له منځه لاړه شي.

د ۲۰۱۳ کال د فبرورۍ په میاشت کې پخواني ولسمشر حامد کرزي حکم صادر کړ، او هغه حکم کې ټولو ادارو ته ویل شوي وو، چې شکنجه دې ودروي.

بخښنه

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو هئیت دفتر وايي، بخښنه هم ددې لامل شوې، چې په زندانونو کې شکنجه دوام وکړي، دا راپور وايي، هغه کسان چې شکنجه ورکوي باید مجازات شي یا له دندو ګوښه شي.

یوناما تر دې وړاندې په دغه مسله دوه راپوره خپاره کړي وو، لومړی راپور یې د ۲۰۱۱ کال په اکټوبر او دوهم د ۲۰۱۳ کال په جنورۍ کې وو.

یوناما وايي، د دوهم راپور په مهال یې ۶۳۵ زندانیانو سره مرکې کړې وې، چې پنځوس په سلو کې زندانیانو ورته ویلي وو، چې شکنجه شوي دي.

یوناما وايي، د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون په جنايي بندیانو پلټنې کوي، خو ترهګرۍ پورې تړلي بندیانو په تړاوو د دوی دا درېیم راپور دی.

هره ورځ پنځه زره زیات او کم د ترهګرۍ اړونده کسان توقیف کیږي او په توقیف خانو کې وي.

په ټوله کې د افغانستان په ټولو زندانونو کې شاوخوا اووه ویشت زره زندانیان پراته دي.

یوناما ویلي، هر ډول شکنجه د انساني حقوقو خلاف ده او باید بنده شي.

د ارګ غبرګون

د افغانستان جمهوري ریاست د رسنیو دفتر په یو بیان کې ویلي دي چې د افغانستان په توقیف خونوکې د وسله والو جګړو له زندانیانو سره د چلند په باب د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو د هئیت دفتر یوناما او د دغې ادارې د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ د دفتر لخوا خپور شوی کلنی رپوټ تل جدي نیولی او په هغه کې شاملو ادعاوو ته د رسیدګۍ لپاره ژمن دی.

دا بیان وایي چې د زندانیانو شکنجه او له هغو سره ناوړه چلند د اساسي قانون د احکامو، په هېواد کې د نافذو قوانینو او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د پالیسۍ خلاف عمل دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست په دغه بیان کې ویل شوي چې د یوناما د سږکال د رپوټ له مخې د افغانستان په توقیف خونوکې د شکنجې او له بشري حقونو څخه د سرغړونې په مواردوکې ۱۴ فیصده کموالی راغلی دی چې دغه مسئله د تېرو کلونو په پرتله مثبت بدلون ښکاره کوي. له دې سره سره، د افغانستان جمهوري دولت په دغه پرمختګ قناعت نه دی کړی او په توقیف خونوکې په بشپړه توګه د شکنجې او ناوړه چلند له منځه وړلو ته ژمن دی.

دا بیان وایي چې دغې موخې ته د رسېدو لپاره د افغانستان جمهوري دولت د " شکنجي د له منځه وړلو ملي پروګرام " تر نامه لاندې یو لړ نوي اقدامات چې د یوناما له رپوټ سره جوخت خپاره شوي، ترلاس لاندې نیولي دي. په پام کې ده چې دغه پروګرام د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون، د مدني ټولنې له بنسټونو او له نړیوالو همکارانو سره په همغږۍ کې پلی شي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندويه پلاوي ( يوناما ) او د هغه سازمان د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ له دفتر څخه بشري حقونو او د زندانیانو وضعیت ته د هغوی د پاملرنې له امله مننه او قدرداني کوي.

XS
SM
MD
LG