د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: د لوګر په هوايي برید کې ۹ ملکيان وژل شوي


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په لوګر ولایت کې د افغانستان د دولت پلوه ځواکونو په هوايي برید کې د ۹ ملکي وګړو وژل تائید کړي دي.

دا برید د یکشنبې په شپه ناوخته د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې شوی دی.

یوناما د سې‌شنبې په ورځ (زمري ۱) په یو بیان کې ویلي، چې په وژل شوو کسانو کې درې ښځې هم شاملې دي.

د بیان له مخې په دې برید کې شپږ تنه ټپیان شوي دي.

یوناما د پېښې له قُربانیانو څخه د ملاتړ او د برید په تړاو د ابتدايي تحقیقاتو د موندنو د خپرولو غوښتنه کړې ده.

د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې دغه نوې پېښه پر داسې مهال رامنځته کېږي چې تېره اونۍ د افغانستان د ملي امنیت شورا په پوځي عملیات کې د ملکي زیانونو د ارزونې کمېټې د رامنځته کېدو خبر ورکړ.

په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ د معلوماتو له‌مخې د چنګاښ میاشتې له پیل څخه تر اوسه پوري نژدې۲۰۰ ملکي وګړي د تاوتریخوالې په پېښو کې وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د دغه ګروپ مشر عزیز احمد تسل نن سې شنبه امریکا غږ ته وویل، چې تېره میاشت د ملکي مرګ ژوبلې له اړخه نسبت تېرو شپږو میاشتو ته تر ټولو مرګونې وه.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي، چې دا برید د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په دشت خاکي کلي کې، له چاودیدونکو موادو څخه د یو ډک موټر د له منځه وړلو په هدف شوی دی.

دفاع وزارت په دې برید کې طالبانو ته د درنو تلفاتو اړولو خبر ورکړی او ویلي دي، چې په برید کې د ملکي وګړو د تلفاتو د ادعاو په اړه څیړنه کوي او نتایج به یې له خلکو سره شریک کړي.

د افغانستان د جمهور رئیس ویاند صدیق صدیقي په لوګر کې د ملکي تلفاتو په اړه خبریالانو ته وویل، چې د پوځي عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو خوندیتوب د افغان ځواکونو په لومړیتوبونو کې ځای لري.

ښاغلي صدیقي ټینګار وکړ، که چیرې په کوم ځای کې د ملکي خلکو د تلفاتو احتمال وي، افغان ځواکونه خپل عملیات ودروي.

XS
SM
MD
LG