د لاس رسي وړ اتصالات

د ملکي تلفاتو شمیره ټیټه شوې، د ټپیانو ډیره شوې


د یوناما په راپور کې چې نن خپور شو په جګړه کې د ښکیلو خواو څخه د ملکي اوسیدونکو ژوند خوندیتوب ته د پاملرنې غوښتنه شوې ده
د یوناما په راپور کې چې نن خپور شو په جګړه کې د ښکیلو خواو څخه د ملکي اوسیدونکو ژوند خوندیتوب ته د پاملرنې غوښتنه شوې ده

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یوناما وايي په ۲۰۱۵ کال کې ۳۵۴۵ ملکي افغانان په جګړو او چاودنو کې ووژل شول او څه باندې ۷۴۵۰ ټپیان شول.

په ۲۰۱۴ کال کې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې شمیر ۹۶۱۷ ښودل شوی وو، چې له دې شمیرې څخه شاوخوا ۳۲۰۰ تنه یې وژل شوي وو او ۶۴۵۰ تنه نور ټپيان شوي وو.

د یوناما د راپور له مخې، په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې اکثره ملکي افغانان، د وسله والو نښتو، د سړک غاړې ماینونو د چاودنې او ځانمرګو بریدونو له امله وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.

په دې راپور کې یونا ویلي، په تیر زیږدیز کال کې د ښځو د تلفاتو کچه ۳۷ فیصده او د ماشومانو د تلفاتو کچه ۱۴ فیصده زیاته شوې ده.

د دې راپور پر بنسټ، په ۲۰۱۵ کال کې ملکي افغانانو ته تر ټولو زیاته مرګ ژوبله د ښکیلو غاړو په مخامخ جګړه کې اوښتې ده چې په ترڅ کې یې ۱۱۱۶ تنه وژل شوي او له ۳ زره څخه زیات نور ټپیان شوي دي.

یوناما په دې راپور کې، د ملکي افغانانو د ۶۲ فیصده مرګ ژوبلې پړه د حکومت د وسله‌والو مخالفینو په غاړه اچولې ده، چې د ۲۰۱۴ کال په پرتله په کې ۱۰ فیصده کموالی ښودل شوی.

دغه راز یوناما ویلي، په ۲۰۱۵ کال کې، ۱۷ فیصده ملکي وګړو ته د افغان او بهرنیو امنیتي ځواکونو له خوا مرګ ژوبله اوښتې ده، چې ۱۴ فیصده یې افغان امنیتي ځواکونو ته نسبت ورکړل شوی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما مشر نیکولاس هایسم نن د دې راپور د خپرولو پر مهال وویل، چې په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه له تیرو شپږو کلونو راهیسې مخ په زیاتېدو ده.

نیکولاس هایسم په افغانستان کې د جګړې له ښکیلو غاړو څخه وغوښتل، چې د جګړې د اصولو په رعایتولو، ملکي افغانانو ته د مرګ ژوبلې له اړولو ډډه وکړي.

د یوناما د شمیرو له مخې، له ۲۰۰۹ کال څخه د ۲۰۱۵ کال تر پایه، په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمیر ۳۴۶۱۹ تنو ته رسیږي

XS
SM
MD
LG